الربیع الاول؛ د رسول الله ﷺ د سیاسي ځواک ننداره!

دادمحمد ناوک

« الربیع الاول؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند او سیاسي ستراتېژي» د ښاغلي وضاح خنفر اثر دی، چې ښاغلي حمید محمد شاه پښتو ته را اړولی او پښتو ته په را ژباړل شویو نبوي سیرتونو کې ښايي د علامه شبلي نعماني رحمه الله او سید سلیمان ندوی رحمه الله په ګډه لیکل شوي نبوي سیرت له ژباړې وروسته دویم هغه وي چې جوړه به ونه لري.

دا ښايي مبالغه ښکاره شي، خو د دې مبارک اثر تر ټولو جالبه نقطه دا ده چې د نبوي سیرت نږدې هره پېښه په تېره بیا غزوات، تړونونه او په مدینه منوره کې د حکومت‌دارۍ بنسټ اېښودنه يي په خورا نوي انداز تشريح کړي دي، داسې چې نږدې ټول نبوي دور کې شوي اقدامات سړي ته بشري هڅې ښکاره کوي، چې په الهي وحیو يي لارښوونه او ملاتړ کېږي.

له یهودو سره تړونونه، د حدیبيې تړون، نړۍ والې اړیکې او ګاونډیو واکمنیو ته لیکونه لېږل په داسې ډول تشریح شوي چې لوستونکی فکر کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا څو کاله وړاندې تېر شوی او د معاصر سیاست ټول هغه اپشنونه يي کارولي چې د کامیابې حکومت‌دارۍ پایله ترې را وځي.

د دې تر څنګ پر ځینو هغو ارقامو، پېښو یا روابطو چې په ګڼو نورو اثارو کې د مؤثق سند په ډول وړاندې شوي، لیکوال پرې نقد کړی او ځينې قراین او دلایل يي ویلي، لکه له رومیانو سره په لومړۍ جګړه کې د رومي جګړه مارو پر تعداد، د حضرت ابوسفیان رضی الله عنه د ایمان د راوړلو پر څرنګوالي او همدارنګه د رومي واکمن د ایماني تمایل اړوند…

په کتاب کې په نبوي دور کې نړۍوال سیاسي ځواک تشریح شوی، د روم او فارس د وضعیت جاج اخیستل شوی او په نړۍوالو اړیکو کې د پیل لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حکمت یاد کړل شوی دی، چې پر هماغه وخت يي ګاونډيو واکمنیو ته لیکونه ولېږل، چې د لویو ځواکونو ورسره اړیکي ترېنګلی یا بېخي ترې بېل شول.

د لیکوال په باور رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې په مدینه منوره کې د نوي #تمدن بنسټ کېښود، چې د نړۍ د وخت زبرځواکونو پرلپسې شخړو بې وسه کړي و، نور نو وضعیت دې ته اماده و چې یو درېیم ادرس را پیدا او بشر پکې د خوندیتوب احساس وکړي.

د کتاب په وروستیو کې يي جالبې تبصرې د ځينو ځوانانو هغه پوښتنې هم ځواب کړې دي چې زه ورسره ډېر مخ شوی یم؛ دا چې که له اوسني نړۍوالتوب سره چې واک او شرایط يي د بل چا لاس کې دي یو کېږو، نو خپل هوئت بایلو او د هغوی په رنګ رنګېږو او که نه یو ځای کېږو نو د دې کلیوالتوب له ټولو ظاهري سهولتونو شاته پاتې کېږو او په یوازې ځان له ټولې نړۍ سره دا ډول چلند زموږ په زیان تمامېږي، لیکوال په دې برخه کې په ټینګار پر دې نظر دی چې موږ باید د نړۍوال کلیوالتوب برخه وګرځو، داسې چې د جز کېدو پر ځای يي شریکوال واوسو، د هغه په باور نړۍ بیا کټ مټ په هماغسې حال کې ده چې دغسې یوې تکيې ته اړتیا لري، خو که موږ خلکو ته له #ګلوبلایزیشن سره د اړیکې د پرې کېدو ټینګار وکړو او پخپله هم ورته څه ونه لرو، نو څوک يي نه مني، خو که زموږ اخلاق، ټولنیز تعامل، چلند او د ژوند لار پر دیني لارښوونو مزینه وي او د دې کاروان غړي شو، نو مادي تشه به هغوی ډکه کړې وي او اخلاقي او معنوي تشه به يي موږ ور پوره کړو، چې په پایله کې به همدا د دوی مادي وسایل زموږ د معنویاتو تر واک لاندې وي.

لیکوال هغه اندېښنه هم سپړي چې ځينې په ايډيالي توګه هغه دور بېرته غواړي، خو کله چې ګوري دلته يي وسه نه رسېږي او واک له نورو سره دی، نو مایوسه کېږي؛ خو دا چې د لیکوال پورته نظر څومره د تطبیق وړ او په څومره وخت کې پایله ورکولی شي، ښايي د دولتونو په راس کې مسؤلینو ته يي اټکل اسانه وي؛ تر څو چې د ملګرو ملتونو په نوم ښامار پر بشریت مسلط وي، د دې طرحې تطبیق ناشونی دی.

دا کتاب په پښتو کې د نبوي سیرتونو په منځ کې تر ټولو متفاوت دی، خو د مبتدي لوستونکو لپاره نه دی.
۱۴۰۱/۸/۳-کابل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button