ټولګډونه حکومتونه په کومو هېوادونو کې موجود دي!!؟

ګران هېواد له ۱۳۵۷ هـ ش کال راهیسې د باروتو په لمبو کې راښکیل و، چې دوه کاله وړاندې اور مړ او په ټول هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت تر مشرتابه لاندې نظام په پښو ودرېده، هرې خوا ته امن او امان راغلو، مفسدین ورک شول، د نشه يي توکو هر نوع کاروبار ختم او د وطن پلورونکو ټغر ورټول شو.الحمد لله اوس نظام او سیسټم په اسلامي اصولو سره په مخه روان دی. د ۴۳ کلونو ناخوالي، ورانې، ویجاړې او ستونزې ورته راپاتې دي، چې په یوه اونۍ، یوه میاشت، یو کال او یا دوو کلونو کې ټولې نه هواریږي، وخت او زمان، وس (توان) او امکان ته اړتیا لري.
کله چې سیکولر ګوداګی حکومت نسکور شو او د اسلامي امارت حکومت په پښو ودرېده، نو د امارت داخلي دښمنانو او خارجي دښمنانو او آن خارجي خواخوږو او دوستانو د ټولشموله او ټولګډونه حکومت جوړولو نارې پیل کړې، حال دا چې تېر سیکولر حکومت ټولشموله نه و، ټول واک له یوه ولایت سره و، ټولو قومونو ته هم مناسبه برخه نه وه ورکړل شوي، احزابو ته (چې د دوی په قانون کې یې شتون قانوني و) هم څه اصولي او قانوني سهم نه و ورکړ شوی. آن تر دې چې د (بون) په غونډه کې یې هم پورته ذکر شوي شیان په پام کې نه و نیولي، ولې اوس هغوی د ټولګډونه حکومت رباب غږوي.
له ډېر وخت راهیسې مې اراده وه چې د ټولګډونه حکومت په اړه څه ولیکم، نن مې چې رسنیو ته ور وکتل، د ترکیې ولسمشر د وینا یوه برخه مې تر سترګو شوه:( افغانان له نیمې پېړۍ راهیسې له سختو ستونزو او بحران سره مخ دی، که د طالبانو حکومت په ټولګډونه ادارې بدله شي، نړیوال به یې هرکلی وکړي).
اوس دا ستونزه ده چې دا ټولګډنه حکومت څه ډول حکومت ته ویلی شو؟ څه معیارونه، اُسس او اصول لري؟ هیڅوک یې هم نه واضح کوي، که د قومونو د ونډې، برخې او سهم خبره وي، نو د افغانستان اسلامي امارت ټولو قومونو ته په حکومت او نظام کې د اهلیت په اساس برخه ورکړې ده، د هغو د شمېر په تناسب یې په دندو نه دي ګومارلي او دا یو غوره کار دی. که قومونو ته د هغوی د شمېر په حساب (تناسب) په نظام کې برخه ورکړل شي، نو بیا کار، اهل کار ته نه سپارل کیږي، بلکې د قومي جوړښت او شمېر مطابق کار ورکول کیږي، چې دا له مسلمان ملت سره ستره جفاء او د واحد ولس د اختلاف او افتراق لامل جوړیږي.
اوس چې په اسلامي امارت کې کومې ګومارنې شوې، دا په اصولو برابرې دي او د اسلامي امارت د لوړپوړیو چارواکو دومره لوړه حوصله ده چې د تېر نظام لوړ پوړي چارواکي (کارکوونکي) یې په خپلو دندو پریښي، په داسې حال کې چې هغوی له اسلامي امارت سره د جمهوریت د سقوط او نسکورېدا تر مهاله ښه په درز کې دښمني پاللې ده!
ځينې د ټولګډونه حکومت تعبیر او تعریف داسې کوي او وايي: د افغانستان اسلامي امارت نظام او حکومت ځکه ټولګډونه نه دی، چې د تېر نظام مفسدین، غله، زورواکان او د مافیا ګډونوال نه شته په کې او یا په بل عبارت د تېر سیکولر غلام حکومت لوړپوړي چارواکي، په ګوندي سیسټم په کې موجود نه دي. هر هغه نظام (د دې خلکو په اصطلاح) چې د تېر شل کلن اشغال د مهال کسان په کې سهیم وي، هغه ټولګډونه او ټولشموله دی.
مخکې د ترکیې د ولسمشر وینا اشاره وشوه، هغه زمونږ لپاره د ټولګډونه نظام نسخه حللاره بللې، په داسې حال کې چې د ده نظام زمونږ د تعبیر او تعریف مطابق ټولګډونه او ټولشموله دی؛ ځکه د ده په نظام کې د ترکیې د ټولو قومونو او اقشارو وګړي سهیم او برخه وال دي. خو د دوی تعبیر او تعریف مطابق د دوی نظام هم هیڅکله ټولشموله او وسیع البنیاده نه دی. هغه ګوندونه چې له ده سره یې ائيتلاف کړی و، هغوی په حکومتي څوکیو ناست دي، دولتي چارواکي دي او هغه احزاب چې د دوی خلاف یې اتحاد کړی و او په ټاکنو کې یې برخه اخیستې وه، له لومړي پړاو ټاکنو وروسته یې د ولسمشر ملاتړ و نه کړ، بلکې د ده د مخالف اتحاد ملاتړ یې وکړ، هغوی د اپوزیسیون په څوکیو ناست دي، په کابینه کې د وزیر او یا معین په دنده نه دي توظیف شوي.
همداشان د نړۍ نور هېوادونه درواخلئ چې له افغانستان سره دلچسپي لري او یا په افغانستان کې خپلې ګټې لري یا یې پخوا لرلې؛ خو اوس د اسلامي امارت لپاره د پراخ بنسټه او ټولګډونه نظام نسخه وړاندې کوي، ولې په خپلو هېوادونو کې یې نظامونه د دوی د وینا او نسخې مطابق نه دي، لکه د ایران چارواکي تل د ټولشموله نظام خبره کوي؛ حال دا چې د دوی حکومتونه کله د وسیع البنیاده نظام پر اساس جوړ شوي، هلته هغه اشخاص واک ته رسیږي چې د دوی روحاني رهبر ته ژمن وي او د هغه له غلبیله ووزي. که اصطلاح طلبان بریالي شول، نو له محافظه کارانو څخه څوک په کابینه کې نه شي شاملېدای او که محافظه کارو ټاکنې وګټلې، له اصلاح طلبانو څخه کوم شخص د وزیرانو په شوری کې نه شي اخیستل کېدای. او که چېرې احیاناً داسې شوي وي یا وشي، دا به امکان ولري، خو دا هیڅکله ممکنه نه ده چې د مجاهدین خلق افراد او اشخاص په لوړو څوکيو وګومارل شي او هغوی په جهر سره ووايي، چې: مونږ د مجاهدین خلق اعضاء یو! ولې زمونږ لپاره او زمونږ دنظام دمشروعیت لپاره هغه ټول پخواني بدنام غله، مشهور مفسدین او د نشه يي توکو کاروباریان د ټولشموله حکومت اړین افراد ګڼي، که هغوی نه وي په کې نظام د نړیوالو اصولو په معیارونو (د دوی په اصطلاح) نه دی برابر.
د ترکیې چارواکي مونږ ته د ټولګډونه حکومت جوړولو نسخه راښيي، ولې خپله دوی فتح الله ګولن او د هغه حزب په حکومت کې نه شاملوي. همداشان ایران د ترکیې غوندې نسخه نېغه نېغه کوي، ولې د مجاهدین خلق لوړپوړي افراد (سیاسیون) په خپل نظام کې نه ځایوي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم ټولګډونه حکومت زمونږ لپاره تجویزوي؛ خو پریګوژين چې سرغړونه کوي، نو بیا ډېر ژر له منځه وړل کیږي. په حکومت کې خو برخه ورکول ستره خبره ده، یاغي ژوند هم ترې اخلي!
زمونږ بل ګاونډی هېواد پاکستان هم تل د ټولشموله حکومت خبره کوي، حال دا چې دوی هم داسې حکومت کله نه دی په پښو درولی چې په هغه کې د ټولو احزابو مطرح افراد په مرکزي کابینه او ایالتي کابینو کې ګډون ولري، د شلمې پېړۍ له اتیایمې لسیزې راهیسې هلته دوو ګوندونو په وار او نوبت سره حکومتونه کول، دواړو سترو ګوندونو له نورو احزابو سره اتحادونه کول او کابینې یې جوړولې، ولې په خپلو کې یې کله هم پخوا داسې نه و کړي. یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په خلاف مسلم لیګ (ن) او پيپلز پارټۍ او نور احزاب د پاکستان ډېموکرېټېيک مومنټ په چوکاټ کې سره راغونډ او د عمران خان له پرځېدا وروسته یې د P.D.M له اعضاؤ څخه مشترکه کابینه جوړه کړه، چې له یاد غورځنګ څخه د باندې د نورو ګوندونو مطرح اشخاص نه وو په کې.
ټول ګاونډي هېوادونه او لرې دوست هېوادونه زمونږ لپاره د ټول شموله کابینې جوړولو وړاندیزونه کوي، خو خپله دوی له داسې حکومتونو سره هم تعاملونه کوي او په رسمیت یې پېژني، چې هغه په یوې کورنۍ پورې اړه لري او مطلق شاهي نظامونه دي. چې هر څه د هماغو کورنیو له خوا اداره کیږي او ملتونه یې د غلامانو په څېر ژوند کوي!!
زمونږ په نظام کې د ټولو قومونو او قبیلو افراد او اشخاص شتون لري، چې د وړتیا او لیاقت په اساس دندې په مخ بیايي او د ملت په خدمت کې بوخت دي. لوی رب جل جلاله دې د غوره خدمت توفیق ورکړي!
لیکنه: استاذ عظمت غزال