یوازې پرځان بسیا کېدل مو پت خوندي کولی شي!

اوس چې دا واقعیت ټولې نړۍ ته د لمر په شان څرګند شوی چې افغانستان د امپراتوریو هدیره او افغان ولس د نړۍ له هر زورور بدماش سره په مېړانه مقابله کړې او د هیچا فرمایش یې نه دی منلی، نو طبیعی ده چې زموږ همدا خصلت لامل شوی چې دا وخت د نړۍ زیاتره ځواکمن هېوادونه او ګاونډیان له موږ سره خپلو زړونو کې حسد او رقابت لري او پټ وښکاره هڅه کوي څو موږ له پرمختګه پاتې او تل پردیو ته اړمن واوسو- مطلب دا چې کله دلته د ډېرو زور ورو یرغلګرو ګرېوانونه وشلېدل او حیثیتونه یې خراب شول نو حتمي ده چې له موږ سره به یې په زړونو کې د کینې او دښمنۍ اورونه بل وي او خامخا به لا هم زموږ د ذلیله کولو او کمزوري کولو پلانونه جوړوي- موږ یې په خپلو سترګو نښې نښانې وینو، د مثال په ډول د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، څو ډوله بندیزونه لګېدل، په نړۍ کې د هیچا له لوري هم په رسمیت نه پېژندل، په تجارت او بانکي نظام کې د ستونزو موجودیت، د ګاونډیو هېوادو له خوا بندرونو کې وخت ناوخت بندښت او مشکلات منځ ته راوړل، سرحدي نښتې او فضايي تېري د افغان مهاجرو ځورول او نیول او نور زیاتره هغه موارد چې موږ یې هره ورځ شاهدان یو- ښکاره ده چې پورتني واقعیتونه موږ ته په باوري توګه دا پایله په لاس راکوي چې هېڅکله موږ د پردیوغلامي نه کوو او نه یې کوم فرمایش منلی شو، نو خامخا بیاموږ هم ځان ته یوڅه وایو- بیا نو موږ سره قطعاً دانه ښايي چې پردي خیرات ته لاس ونیسو او د خلکو د مرستو په هیله شپې سبا کړو- بلکې پر موږ فرض ده چې انتهايي ډېره ستړیا او کړاو به ګالو، مشران او د خپلواکۍ او دیندارۍ داعیان به مخکې او عوام به ورپسې وي اود ودانۍ او ځان بسیاینې په هر ډګر کې به خپل فکرونه مصروفوو، ځانونه بوختوو، لاسونه سپینې تڼاکې او تندي به له خولو لامده خیشته کوو- موږ ته په کارده چې په دې لړ کې ترهر څه ړومبی د خپل سپېڅلي دین ښایسته لارښوونې او سپارښتنې همېشه په یاد ولرو او د سلف صالحینو تقوا، شفافیت، پاک لمني، اخلاص، تواضح او د خلکو پروړاندې د هغوی خواخوږي او د خدمت جذبه د حکومتولۍ اساس وګڼو- دغه راز په دې باب کې د نړۍ د ځینو ملتونو اوسنی حالت او د خپلواکۍ د احساس پالنه هم زموږ لپاره د یو روښانه مثال حیثیت لرلی شي- مثلاً که همدا اوس د شمالي کوریا وضعیت وڅېړل شي چې ټول ملت یې څومره په متانت او ثبات پرخپل استقلال ټینګ ولاړ دی او څرنګه یې د ژوند په ګردو ضروري اړخونو کې خپل ځان له پردي احتیاجه خلاص کړی او دادی نن هیچا ته هم سرکوزولو ته نه دي چمتو- لنډه دا چې زموږ هر فرد باید د زړه له تله دا ومني چې که کار ونه کړو او زحمت ونه ګالو هیڅکله به له پردي احتیاجه خلاص نه شو او چې له پردي احتیاجه خلاص نه یو بیا په کامله توګه نه خپل استقلال ساتلی شو او نه خپل دیني ارزښتونه- بلکې ښکاره ده چې بیا به موان راتلونکي نسلونه هم همداسې خوارو زار، لالهانده او هر چېرته بې پته، محروم او درپه دره وي رښتیا چې د انسان لپاره فقط د خپل عمل بدله په لاس ورځي او د خپل کار او هڅو نتایج به خامخا ویني د هېواد د بسیاینې، پرمختګ او نېکمرغۍ په هیله.

د شریعت سرمقاله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button