درنه ځار شمه جانانه محمده / مصطفی سالک

‏لوی له ځمکې له اسمانه محمده
درنه ځار شمه جانانه محمده

زه انسان شوم ما هم مینه کول زده کړل
یو له خدایه بل له تانه محمده

ادم فخر او ته فخر د ادم یې
هویدا دې له قرآنه محمده

خدای ته تلل خو څه ساده خبره نه ده
راته لاره کړه اسانه محمده

مصطفی سالک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button