د باګرام زندان خاطرې / څلورمه برخه

 قاري صدام بهیر
اُطاق ته چې را ورسېدم، له عسکره مې د وخت پوښتنه وکړه، ویل یې دوه نيمې بجې دي، اوداسه ته پورته شوم، د مخ او لاس له زخمونو سره مې په احتیاط او سختۍ سره اودس خلاص کړ او قران کریم مې را واخیست، تر ماخوستن مې پنځلس سپارې تلاوت کړ.
زړه ته مې ډېر سکون راغلی ؤ، ټوله شپه مې سم خوب وکړ، د شپې مې خوب ليده چې ازاد شوی یم، ځان سره خوشحال یم، خو چې سترګې مې وغړولې هماغه د وحشت په تور تم کې پروت یم. وږی شوی وم، سر ته مې دوې مڼې ایښې وې، اېله چې تېرې مې سوې، بیا نو تر اذانو پورې ویښ وم له لمانځه وروسته مې، بیا تلاوت کولو چې عسکر دروازه را وډبوله بندي خود را آماده کو؛ بیا یې یو ځل پرونۍ څهرو ته وروستم دا ځل یې خندل راته ویل یې پوهېږې نن دې سزا څه ده؟
ماویل نه پوهېږم چې تاسې به څه پلان لرئ ویل یې زموږ پلان خو دادی، چې موږ له ډېرو وهلو وروسته که یو څوک قانع نه شي نو بیا یې په کو….بوتل ور منډو زما په قیصه شاید هغه خلک ښه پوه شي چانه چې تحقیق په بګرام کې شوی وي، ما ورته وویل تاسې خو ډېر بې شرمه خلک یاست یو څارنوال ځان راته مولوي معرفي کړی ؤ هغه ته مخاطب شوم خپل علم همدا در ښودلي په زړه مې سره لمبه بله شوه ماویل اوس دا د انسانیت دښمنان رښتیا همداسې ونه کړي، ځکه چې دا قیصې موږ اورېدلي وي /او نور مو له دې بې شرمه او سپکو انسانانو څخه د خیر تمه نه وه او یو ځل بیا مې ورته وویل چې د یو افغان په صفت تاسې دا کارونه مکوئ ولې په زړونو د نفرت تُخم پاشئ؟ څارنوالانو چې یو اوبل ته وکتل د نېشیانو غوندې یې په کړس کړس وخندل راته کړل یې تا خو موږ ته تقریر را اخیستی فکر کوم چې ته اماده یې چې د بوتل فورموله در باندې تطبیق کړو زما یې له څهرو ډېر بد راغلل شاید که ما ورسره نه وای منلې دوی دا کار کړی وای هو قانع شوم زه مجاهد وم نور نو د انسانیت د دښمنانو له خبرو تنګ راغلی وم دا ځل یې روحي شکنجه راکول ښکنځل کول توبه نعوذ باالله خدای ته ښکنځل خدای ته چلنج ورکول ورته عادي وه ،ښا تاسې چې د خدای لپاره جهاد کوئ خدای دې اوس تاسې له ما خلاص کړي العیاذ با الله ما ورته وویل الله پاک شاید د امتحان لپاره دلته را وړي یو له امتحان او له توبې قبلولو وروسته زما ازادي ګوره ،چې څنګه ازادېږم په ورقو مصروف وه دوسیه یې وختي جوړه کړې وه بس زما ګوتی یې راباندې کېښودلې او زه یې بیا هغه کوټه قُلفۍ ته وروستم په دې کوټه قُلفۍ کې څه کم درې میاشتې تېرې شوې د کوټه قُلفۍ زندګي داسې وه چې سهار نه تر ماځیګر پورې یو شېپ (ټیم) راتلو او له مازدیګره تر سهاره بل ټیم راتلو دا چې د بګرام زندان د قبر په شکل ورته جوړ دی او اکثره کارونه یې له قبر شروع بیا تر حشره پورې یو رقم جوړ کړي دي یعنې هغه داسې چې قبر ته هم له سهاره تر مازديګره یو ټیم د فریشتو راځي او دې امریکایانو هم همداسې کړي وه یعنې حدیث کې راځي چې کوم مسلمان نیک عملونه کړي وي له هغوی څخه به ښایسته فریښتې تحقیق او پوښتنې کوي، کوم چې بد عمله وي هغه ته به ډېر بد شکل فریښتې د عذاب مقرر وي، همداسې دوی به هم کله کله کوټه قُلفۍ ته راتلل او ډېرې وحشت ناکه څېري به یې اغوستې وې او په داخل د قبر شکله اطاق کې به یې تحقیق کوه چې د اطراف بندیانو چيغې به له موږ تېري شوې په دې دوه متره د قبر غوندې اطاق په بد شکل ور ننوتل نو ډېر زور غواړي بیابه چې کله تحقیق خلاص شو او محکمې ته به یې بېولي لاسونه به هسې هم شاته ولچک وه نو که برئت به یې در کړی وه بیابه یې عملنامه په راسته لاس کې در کړه چې واخله ته بې ګناه یې او که به چېرته ته مجاهد وې بیابه یې ستا دوسیه عملنامه په چپ لاس کې در کوله چې له دې به پوه شوې تمرین شروع دی او د ژوند داستان به دې دلته پای ته رسېږي هېلې ارمانونه دې له خاورو سره خاورې کېږي او فکر به دې کوه چې باقي ژوند به مې د وتلو په تمه هسې یوه ډرامه وي خود نو چې پینځلس کاله به درته ټاپه شو بغیر د الله له فیصلې څخه بل داسې کمه واسطه وه ؟ چې سړی ترې د خوشې کېدو تمه وکړي، دا چې د محکمې په انتظار په همدې تنها کوټه کې ناست وم چې یو بندي غږ را باندې وکړو دولسم اطاق والا وا دولسم اطاق والا جواب مې ورکړو صبر زه تلاوت خلاص کړم خبر مې خلاصه نه وه چې د زولنو شرنګی مې بیا تر غوږو شو، والچک یې را وړل عسکر ته مې ویل څه قیصه ده ویل یې لمر ته به دې وباسم بېرون نه وځې؟ چې بیرون لمر ته را ووتم تقریباً یوه نېمه میاشت یې نه وم بېرون کړی لمر مې سترګې واخیستلي کرار کیناستم عسکر ویل ولې کیناستلې ما ویل اول وار مې دی سمېټ ته نشم کتلی نوکان مې رسېدلي وه ناخونکاټ یې را وړو حمام ته یې بوتلم کالي بیخې کلک را پورې نښتي وه بعضې بعضې ځای لږ لږ په وینو وه شاید له ما به مخکې څومره بندیانو اغوستي وو، عسکر راته وویل حافظ د قران یې؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button