افغان دولت په عراق کې د وروستۍ اورلګېدنې له کبله خواشیني څرګنده کړې

عزم(پنجشنبه، تلې شپږمه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډاډګېرنې په یوه پيغام کې د عراق جمهوريت په حمدانيه ښار کې د وروستۍ اورلګېدنې له کبله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
اسلامي امارت ددې پېښې په تړاو د عراق له دولت او ولس سره خپله ژوره خواشيني او خواخوږي ښودلې ده. په پيغام کې مړو ته د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله شوې.
یاده دې شي چې پرون د عراق په نینوا ولایت کې د یوه واده د مراسمو په وخت کې پراخې اورلګېدنې څه باندې ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. په یاده پېښه کې ۱۱۴ تنه مړه او تر ۳۳۰ زیات ټپيان ښودل شوي.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په کورنیو چارو او د روغتیا په وزارتونو امر کړی چې په بېړه دې پېښې ځای ته ځانونه ورسوي او د پاتې کسانو په ژغورنه کې دې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button