د تېرې ادارې ځیني غړي له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون په همغږۍ هیواد ته راستانه شوي

عزم(پنجشنبه، تلې شپږمه، ۱۴۰۲): له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په خپله اېکس پاڼه کې پرون د تلې په پينځمه د تېرې ادارې د دریو تنو د راتګ خبر خپور کړ.
په تېره اداره کې د سټاپ کالج قوماندانۍ د اطفایې آمر فضل احمد، د پروان ولایت د استیناف څارنوالۍ د احکامو د تنفیذ څارنوالۍ آمر شیرمحمد رمضاني، د ترانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال غلام علي راسخ؛ هیواد ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصتیونو سره د تماس د کمېسیون د بیان له مخې دا کسان له ایران هیواد څخه ددې کمېسیون په اسانچارۍ او همغږۍ هیواد ته راغلي.
یاده کوو چې دمګرۍ د تېرې ادارې سلګونه کارکوونکي له افغان شخصیتونو د تماس کمېسیون سره د اړیکې له لارې هیواد ته راغلي او اسلامي امارت یې د سر او مال د ساتنې ژمنه کړې ده.
کمېسیون موده وړاندې په هیواد کې د تېرې ادارې پر مېشتو افغان چارواکو د خوندیتوب کارتونه ووېشل. دا کارتونه نه یوازې هغو ته ورکړل شوي چې نوي راستانه شوي، بلکې هغوی هم ترلاسه کړل چې له فتحي سره سم له هیواد څخه ونه وتل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button