د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان ازاد او هیواد ته راستانه شول

عزم(پنجشنبه، تلې شپږمه، ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان دولت په هلو ځلو او اړیکو له عراق جمهوریته ۲۵ افغان زندانیان ازاد او هیواد ته د راتګ زمینه ورته برابره شوه.
حافظ لیکلي چې دا کسان د بهرنيو چارو وزارت او په بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو ازاد شوي دي. دی وړاندې لیکي چې دا ۲۵ تنه د قانوني اسنادو د نه لرلو له وجې عراقي پولیسو نیولي وو.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کوي چې د سفارتي مسوولانو له لارې به د نړۍ به ګوټ ګوټ کې افغان زندانیان ازادوي او هیواد ته به یې راستنوي.
دوی افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې افغان بندیان به د ډيپلوماټیکو اړیکو له لارې د نورو هیوادونو له اسارته خلاصوي. وزارت یاده چاره خپله وجیبه او مسوولیت بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button