بلومبېرګ: افغاني بانکنوټونه د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځای لري

عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲): بلومبېرګ وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې خو په تېرو درېیو میاشتو کې د ثبات له اړخه افغاني بانکنوټونه د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځای لري.
بلومبېرګ خبري چینل د یو راپور په خپرولو سره ویلي، افغاني بانکنوټونه په نړيواله درجه بندۍ کې د ثبات د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځاى لري.
بلومبېرګ چینل د راپور پر بنسټ، په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانیو ارزښت ۹ سلنه لوړ شوی چې دا زیاتوالی د دې هېواد لپاره د بې وزلۍ او بشري ناورین د لوړې کچې له مخې غیر معمولي دی.
دغه خبري چینل، د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او د منځنۍ اسیا له ګاونډیو سره د سوداګرۍ زیاتوالی هغه ستر لاملونه یاد کړي چې د دغه هېواد پیسې په لومړي سر کې ځاى لري.
د بلومبېرګ په دې راپور کې څرکنده کړې جې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې ځينې داسې محدودیتونه او بنديزونه رامنځته کړي چې له ډلې يې د پاکستاني روپیو او ډالرو په ګډون د بهرنیو اسعارو په نه کارولو بنديز، له افغانستانه د ډالرو پر ويستلو مخنیوی او د انلاین سوداګرۍ غير قانوني اعلانول په ګوته کړي او خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به يې قانوني چلند وشي.
د بلومبېرګ خبري چینل ټول معلومات ښيي چې سږ کال افغاني بانکنوټونه ۱۴ سلنه پرمختګ کړې او په نړیوال نوملړ کې له کولمبیا او سریلانکا وروسته درېیم ځای لري.