د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شدید ورښت اټکل شوی

عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲): د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې، شدید اورښت او سېلابونو راوتلو وړاندوېینه کړې ده.
یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د تلې د میاشتې په ۶مه او ۷مه د هېواد په ۱۷ولایتونو کې د واورې، تالند، برېښنا، سېلابونو، نسبتا چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو اټکل شته.
په خبرپاڼه کې راغلي، ” بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، سمنګان، بامیان، ننګرهار، لوګر، کابل، وردګ، پکتیا، خوست ولایتونو او سالنګونو کې د اورښت اټکل شوی چې ځینو سیمو کې به د اورښت کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو ورسیږي.”
خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په لویدیځ، سوېل، سوېل لویدیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لویدیځ او مرکزي ولایتونو او سالنګونو کې د نسبتاً چټکو بادونو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۲۰ تر ۷۰ کیلومټرو په ساعت کې اټکل کیږي.