جانګ جون: نړۍ دې له شرط پرته د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي
عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲): په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون پر پرمختللو مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی چې د ژمي د رارسېدو په درشل کې افغانان هېر نه کړي او د ژوند اړتياوو ته يې پاملرنه وکړي.
هغه ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې باید د افغانانو لاسنیوی وشیي.
نوموړي زیاته کړې چې بشري مرستې بايد د فشار اچولو وسيله ونه ګرځي او افغانان بايد سياسي قربانيان نه شي. جانګ جون ويلي، هېواد به یې له افغانستان سره د مرستو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي او له اړتياوو سره سم به له دغه هېواد سره بشري او پرمختيايي مرستو ته دوام ورکړي.