ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ثبت شوه

عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالي کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ د نوې پېښې له ثبتېدو سره دا په ختیځ زون او په ټول افغانستان کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه ده.
خبرپانې ویلي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالي کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده او په دې ناروغۍ اخته ماشوم ۱۲ کلن دی.
د عامې روغتیا وزارت په دغه اعلامیه کې ویلي، د پولیو دا پېښه په هغه سیمه کې ثبت شوې چې روغتیایي حفظالصحه پکې نه ده مراعت شوې.
په ۲۰۲۳ کال کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیو پنځه نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې د تلې له ۳نېټې راهيسې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پیل کړی او ټاکل شوې چې د دغه کمپاين په ترڅ کې د روزګان پرته په نورو ۳۳ ولایتونو کې ماشومان واکسين شي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پولیو مثبتې پېښې پکې اوس هم شتون لري.
د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه په ۱۴۰۲ کال کې په کوټ ولسوالي کې دویمه په بټي کوټ، درېیمه په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه د ننګرهار په دوربابا کې ثبت شوې ده.
اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ پکې له منځه نه ده تللې.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.
دا ویروس د نخاعي رګ یا مهم عصبي فایبر ته په زیان رسولو سره د بدن فلج لامل کېږي چې د نخاع په مینځ کې موقعیت لري.