کورنیو چارو وزیر له یو شمېر افغان لیکوالانو او سیاسي شنونکو سره کتلي دي

عزم(پنجشنبه، تلې شپږمه، ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له یو شمېر سیاسي کارپوهانو او لیکوالانو سره ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د افغانستان یو شمېر نامتو لیکوالانو او سیاسي کارپوهانو ګډون کړی وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې سیاسي کارپوهانو د هیواد بېلابېل سیمو ته د اسلامي امارت د مسوولینو تګ د یووالي او د سیاسی تقاهم په پیاوړتیا کې اړین بولي.
کارپوهانو خلیفه صاحب ته ویلي چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون دې خپلې چارې ګړندۍ کړي او له پردیو کمپونو څخه د افغانانو په راایستنه کې دې مرسته وکړي.
وزیر صاحب په یاده ناسته کې ویلي چې د متقابل زغم او یو بل منلو له لارې زموږ او ستاسو ډېری ستونزې هوارېدی شي. په دې بنسټ بدبینیانې او د نفاق روحیه له منځه تلای او د اسلامي روحیې بنسټونه پياوړې کېدای شي.
د ویاند له خولې چې د دیني او عصري علومو تر منځ رامځته شوی واټن د زیاتو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.
یاده کوو چې وزیر خلیفه تېره ورځ د پولیسو اکاډمۍ د بیا کتنې په سیمینار کې هم پولیسو ته پر نظم او د اصولو پر رعایت ټینګار وکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button