د روسیې لوی مفتي راویل عین الدین: د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو په لا ښه کېدو کې مرسته کوو

عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي مسکو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې لوی مفتي او د مسکو مرکزي جومات له مشر ملا امام راویل عین الدین سره کتلي دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په دې لېدنه کې د روسیې لوی مفتي او د مسکو مرکزي جومات مشر ملا امام راویل عین الدین د کابل – مسکو د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې چې د افغانستان او روسیي فدارتیف تر منځ د اړېکو په لا ښه کېدو کې مرسته کوي. په دې لېدنه کې د روسیې لوی مفتي ویلي: «افغانان زموږ په زړونو کې ځانګړی ځای او احترام لري او د افغانستان د بیا ابادۍ او ترقۍ لپاره له الله عزوجل څخه د عاء کوو.» دغه راز په دې لېدنه کې د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په روسیه کې له مسلمانانو سره پر ښه چلن خوښي څرګنده کړې ده. ښاغلي متقي راویل عین الدین د روسیې د مسلمانانو لپاره د یوه ښه رهبر په توګه یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې دی به د افغانستان او روسیې د هر اړخیزو اړیکو په ښه کېدو کې مثبت رول ادا کړي.