د مؤتة غزا کې د څلورو صحابه کرامو شهکاري او شهادت

ژباړن: حافظ حنفي

په اتم کال د هجرت رسول الله صلی الله علیه وسلم درې زره صحابه جنګیالي د رومان د لښکر په مقابله کې تیار کړل. د لښکر لپاره یې د یوه پر ځای درې امیران وټاکل: زید بن حارثة، جعفر بن ابی طالب، عبد الله بن رواحة. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که زید شهید شو بیا جعفر امیر دی، او که هغه شهید شو نو بیا عبد الله امیر دی.

کله چې صحابه کرام د غزا ډګر ته راغلل، ګوري چې مقابل لوري دوه سوه زره جنګیالي تیار کړي، خو د رب د نصرت امید او پر رب یې توکل و، د جنګ میدان ته په پیاوړې روحیه کښته شول.

د جنګ صحنه شروع شوه، د تکبیرونو چیغي پر میدان خپرې او مسلمانان د دښمن په وړاندي لکه غشي وورېدل. د تورو پړکۍ، د جنګ د میدان دوړي او ګرزونه تاوېدل، د دواړو لورو د جنګي حالت دوام و، چې زید بن حارثة د دښمن په وړاندي مخامخ په شهادت ورسېد. د جنګ بیرغ ځمکي ته د لوېدلو وخت کې جعفر بن ابي طالب پورته کړ. نور یې د جګړې ډګر تود کړ، د جنګیالیو روحیه یې پیاوړې او خپله د دښمن د صفونو مېنځ ته داخل شو. داسي جنګ یې وکړ چي مخکي نه و لیدل شوی. دښمن تر سختو بریدونو لاندي کړ، راسته لاس یې چي بیرغ پکي و پرې شو، خو په پیاوړتیا یې په چپ لاس ګیر کړ، بیرغ یې ځمکي ته پرینښود، وجنګېد چې چپ لاس یې هم قطع شو، خو بیرغ یې د ځیګر لوري ته تکیه کړ، تر ځمکي ونه لوېد، تر دې چي بدن یې تر اتیا زیات ځایونه ولګېد او بالآخره د شهادت جام یې نوش کړ.

کله چې جعفر بن ابي طالب په شهادت ورسید، دریم اتل د اسلام پیاوړي عسکر، د درو امیرانو دریم شهید لاس پري خښ کړ، بیرغ یې د معرکې ډګر کي رپاند ونیوه، اراده یې کړې وه چې یا به جنګ ګټي او یا به د شهادت په زرین منصب نازیږي، د تاندي غزا جنګیالي یې نور هم ور مخ کړه، د دښمن په صفونو یې ور دننه کړل، د جنګ جریان و، چې دریم امیر هم دښمن په وړاندي سخت مقاومت وروسته شهید شو.

د انصارو مجاهدینو یو کس بیرغ تر خالد بن ولید ورساوه، د جنګ ټاکونکې شېبې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتې پورته کړې او وې ویل: یا رب خالد بن ولید ستا له تورو یوه توره ده، ته یې بری ورنصیب کړې.

خالد بن ولید د جګړې تود میدان د دښمن په ماتي ورټول کړ، د دښمن صفونه یې تار تار او د الله تعالی په نصرت یې دښمن مات کړ. مسلمان سپاهیان یې تر مدینې سالم راورسول. په همدغه ورځ نوموړی اتل د سیف الله په عالي لقب د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ونومول شو.

سرچینې:

[1] البخاري: كتاب المغازي، باب غزوة مؤتة من أرض الشام، (4013).

[2] مسلم: كتاب الجهاد والسير، باب تأمير الإمام الأمراء على البعوث ووصية إياهم بآداب الغزو وغيرها (1731).

[3] البخاري: كتاب فضائل الصحابة، باب مناقب جعفر بن أبي طالب الهاشمي رضي الله عنه (3506).

[4] النسائي: كتاب المناقب، عبد الله بن رواحة رضي الله عنه (8249).

[5] الصالحي الشامي: سبل الهدى والرشاد، في سيرة خير العباد، وراغب السرجاني: السيرة النبوية.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!