د ازبکستان په پلازمېنه کې چاودنې ۱۶۳ کسان مړه او ژوبل کړي دي

عزم: (پنج‌شنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲):

د‏ ازبکستان چارواکو ویلي چې نن (پنجشنبه د سپټامبر ۲۸مه) د تاشکند هوايي ډګر ته څېرمه په یوه ګودام کې د یوې زورؤرې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د سهارنۍ چاودنې څپو د نږدې اپارتمانو د بلاکونو لسګونه کړکۍ ماتې کړې دي.

د ازبکستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ځینو ټپیانو درملنه روانه ده او د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

ویل کېږي د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت د کارمندانو د ګړنديو هڅو په پایله کې اور مخ پر مهارېدو دی، خو د تاشکند د نړیوال هوايي ډګر الوتنې په عادي حالت ترسره کیږي.

د دولتي څرګندؤنو له مخې، د اور وژنې  ۱۶ ډلې د ژغورنې لپاره لېږل شوي دي، خو د چاودنې لامل روښانه نه‌دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!