د وینډوز ۱۱ نوی اپډیټ د کوپایلوټ مصنوعي ځیرکتیا سره نشر شو
هلال بلخی

مایکروسافټ د وینډوز ۱۱ تر ټولو غټ اپډیټ نشر کړ. د وینډوز ۱۱ دغه اپډیټ د کوپایلوټ مصنوعي ځیرکتیا تر څنګ په پینټ(Paint)، فوټوز او سنیپینګ ټول (Snipping Tool)کې هم د مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخیستل شوی او هم یې فایل اکسپلورر نور هم موډرن کړی دی.
وینډوز کوپایلوټ د مایکروسافټ سیسټم بینګ چټ ته ورته کړنې ترسره کوي. مایکروسافټ، کوپایلوټ یې د وینډوز په زیاتو برخو کې ادغام کړی دی. د دغه ځیرک مرستیال په مرسته کولای شئ د کمپېټر په مختلفو برخو کې بېلابېلې کړنې لکه د کمپېټر د تنظیماتو کنټرول، د اپلیکیشنونو اجرا او یا د خپلو سوالونو ځوابونه ترلاسه کړئ.
کوپایلوټ په حقیقت کښې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یو ډؤل ډیجیټل مرستیال دی او په دغه نوي اپډیټ کې د کورتانا ځای ناستی شوی دی، چې څه موده مخکې له لاسرسۍ څخه ایستل شوی و.
د پینټ په برخه کې هم مایکروسافټ دغه پروګرام د فټوشاپ په ډؤل د لایوو (پرتونو) څخه برخمن کړی. او ډېر ژر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د تصویر جوړؤلو یوه آله هم ور زیاتیږي. دغه ځانګړتیا چې پینټ کوکریئیټور (Paint Cocreator) نومیږي، همداوس د وینډوز اینسایډر کارؤونکو په واک کې ده، چې په راتلونکو اونیو کې به ټول د وینډوز ۱۱ کارؤونکې وکولای شي دغه ځانګړتیا ترلاسه کړي. په پیش فرض حالت کې مایکروسافټ د ۵۰ تصویرونو د جوړؤلو امکان کارؤونکې ته ورکوي. او دا لا معلومه نه ده چې له دې حالته تر وتلو وروسته به دغه شمېره څومره تغییر وکړي.
همداراز د سنیپینګ ټول (Snipping Tool) کړنې هم پرمختللي شوي. اوس کولای شئ له هغه تصویرونو څخه چې دغه آله یې اخلي، متن کپي او په نورو اپلیکیشنونو کې شیر کړئ. همداراز ځیرک ایډیټنګ هم ور زیات شوی تر څو وکولای شي په اتومات ډؤل له تصویرونو شمېرې او ایمیلونه پټ کړي.
همداراز مایکروسافټ فوټوز هم په ۱۱ وینډوز کې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوی دی. د مثال په ډؤل د پس منظر د تیاره کؤلو اتومات اپشن هم ور زیات شوی چې پخپله پس منظر تشخیصوي او له سوژې څخه یې جلا او تیاره رنګ ورکوي.
لیکن له دې ټولو ځانګړنو څخه برخمن کېدو لپاره باید څو اونۍ او یا میاشتې صبر وکړئ، ځکه د مایکروسافټ د وینا مطابق دغه اپډیټ اوسمهال یو محدود شمېر کارؤونکو لپاره په اختیار کې ورکول کیږي.
له نورو اپډیتونو څخه فایل اکسپلورر د نوي ډیزاین، د (RGB) د رڼا کنټرول چې د Dynamic Lighting په نامه هم یادیږي چې د کیبورډ، ماوس او نور جانبي آلو لپاره د رڼا کنټرول امکان برابرؤي، هم یادؤلای شو؟
که غواړئ چې ژر تر ژره د وینډوز ۱۱ نؤي اپډیټ ته لاسرسی پیدا کړی نو د تنظیماتو برخې ته ولاړ شئ او د Windows Update په خانه کې د Get the latest updates as soon as they’re available اپشن فعاله کړئ.