ننګرهار کې د نجارۍ په هټۍ کې اور لګېدڼه، مېلیونونه افغانۍ زیان اړولی

عزم: (پنجشنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲):
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دغه اور لګېدنه نن (پنج شنبه، دتلې ۶مه) سهار شاوخوا پنځه بجې د جلال آباد ښار په چپرهار هډې سیمه کې را منځته شوې.
د دغه ولایت امنیه قومندانی ویاند عبدالبصیر زابلی وايي: یاده اور لګېدنه د نجارۍ په دوو سرایو کې رامنځته شوې چې له امله یې د دوه میلیونو افغانیو په ارزښت د نجارۍ کارخونې، هټۍ او شته توکي سوځېدلي او د ۱۲ میلیونو افغانیو په ارزښت نور توکي د اور وژنې ټیم ژغورلي دي. د یادې اورلګېدنې لامل لا تراوسه نه دی څرګند شوی.
د نجارۍ د کارخونو مالکان او سوداګر وایي، له سختې اقتصادي ضربې سره مخ شوي او له مرستندویه ادارو غواړي چې له دوی سره دې مالي مرستې وکړي.
تر دې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د جلال آباد ښار د نجارۍ په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی و چې نجارانو او د کارخونو مسوولانو ته یې درانه مالي زیانونه رسولي وو.