سیمکارتونه د الکترونیکي تذکرو له سیستم سره نښلول کېږي

عزم: (پنج‌شنبه،د تلې ۶مه،۱۴۰۲):

د احصايې او معلوماتو ملي اداره او د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره (اترا) غواړي چې سیمکارتونه د الکترونیکي پېژندپاڼو له سیستم سره وصل کړي.

د دغو دواړو ادارو تر منځ د الکترونيکي تذکرو له سيستم سره د سيمکارتونو د ثبت او مديريت سيستم د نښلولو هوکړه ليک نن (پنجشنبه د تلې ۶مه) لاسليک شو.

د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار وویل چې په دې کار سره به جعل او تزویر مخه ونیول شي او د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې به هېوادوالو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي.

هغه زیاته کړه: «د دې هوکړه لیک پر اساس به د الکترونیکي تذکرو له سیستم سره د سیمکارتونو د ثبت او مدیریت سیستم وصل شي او له دې لارې به د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د مشترکینو د هویت د تثبیت، د سیم کارتونو د ثبت او په اسانۍ سره د هغو د ترلاسه کولو، په دې برخه کې د جعل او تزویر د مخنیوي، ټولنیز خوندیتوب او اړوندو نورو برخو کې خپلو هېوادوالو ته معیاري خدمتونه او لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.»

ښاغلي زیار زیاته کړه، د الکترونیکي تذکرو له سیستم سره د سیمکارتونو د ثبت او مدیریت سیستم د نښلولو په موخه یوزرونه(Users)رامنځته او د مشترکینو د هویت د تثبیت په موخه به یې د اترا ادارې په واک کې ورکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني وویل چې د الکترونیکي تذکرو له سیستم سره د سیمکارتونو د ثبت او مدیریت د سیستم وصل د الکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې مهم پرمختګ دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه د سیمکارتونو ثبت او د مشترکینو پېژندل او د نورو هېوادوالو د ځورؤلو، جعل او تزویر د مخنیوي او د سیمکارتونو د سمې کارونې لپاره دا هوکړه لیک ډېر اړین و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button