مسیر ورځپاڼه: حکومت باید ومني چې طالبان نور نه ماتېدلی شي او نه هم هېرېدلی شي

عزم (‌‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۰۷، لړم، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د یوناما له لوري د ملکي مرګ‌ژوبلې په وروستي راپور بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې ۵،۹۳۹تنو ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۲،۱۱۷تنه مړه شوي او ۳۸۲۲تنه ټپیان شوي دي.

«ملګري ملتونه وایي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې کموالی نه دی راغلی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له لوري د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰ز کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي.»

د سرلیکنې له مخې، یوناما د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه هم یو اړخیز قضاوت کوي او بل د ټول افغانستان شمېرې نه ثبتوي، ګنې ملکي مرګ‌ژوبله له دې هم څو برابره زیاته ده.

«لومړی خو دا شمېرې هغه دي چې یوناما را ټولې کړي دي، خو اټکل دی چې واقعي شمېرې به تر دې ډېرې لوړې وي؛ ځکه چې له یوه اړخه یوناما یو اړخیز چلند کوي او له بله اړخه د افغانستان ډېره برخه د یوناما او نورو څارونکو له سترګیو پټه ده. دویم دا چې د دې ټولې مرګ ژوبلې عاملین چې د جګړې اړخونه دي، نه مني چې ملکیان یې وژلي او یوازې مقابل اړخ تورنوي، خو واقعیت دا دی چې د جګړې دواړو اړخونو په قصدي ډول او په ځینو حالتونو کې په تېروتنه ملکي وګړي وژلي دي، خو بیا یې له خپلو کړنو یو مخ انکار کړی دی.»

ورځپاڼې حکومت ته په اشارې لیکلي، امریکا له طالبانو سره هوکړه کوي او هغه حکومت چې د امریکا په پیسو روان دی، ولې له طالبانو سره هوکړه نه‌کوي.

«له بله اړخه کله چې د طالبانو اصلي دښمنانو؛ طالبان ومنل، خبرو ته ورسره کښېناستل، د هغوی غوښتنې او شرایط یې ومنل او توافق یې ورسره وکړ، نو حکومت چې د دغو بهرنیانو په مرسته چلېږي او هغوی یې بنسټ اېښی، څنګه له طالبانو سره جګړه کوي او له هغوی سره توافق نه کوي!؟»

د مسیر په باور، حکومت باید دا ومني چې طالبان نه‌شي ماتولی او دواړه لوري باید د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه صفر ته راکمه کړي.

«حکومت هم باید ومني چې طالبان نور نه ماتېدلی شي او نه هم هېرېدلی شي. له همدې امله دواړه اړخونه باید توافق وکړي او یو بل ومني. له دې پرته به جګړه دوام کوي، هغه جګړه کې یوازې په نهو میاشتو کې پکې شپږو زرو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده. د جګړې لوري د دې مرګ‌ژوبلې له دنیوي او آخروي دواړو مسوولیتونو ځان نه شي ژغورلی او په دې اړه به حتمي ځواب ویونکي وي. ستونزه په انکار هم نه حل کېږي چې دوی له دې مرګ ژوبلې انکار وکړي، ځکه خلک ویني چې څه ډول د دواړو لورو په بریدونو او جګړو کې ملکي وګړی وژل کېږي، ټپي کېږي او نور زیانونه ویني. له همدې امله دوی باید د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره اساسي کار وکړي او هغه د بین الافغاني خبرو پیل، کامیابي، د جګړې خاتمه او سوله ده.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button