د افغاني بانک نوټونو خوندیتوب کې د کرېډیټ کارډ رغنده رول

جاوید فدائي
د افغانستان بانک د خبرتیا له مخې نیژدې ورځو کې به د افغانۍ نوي بانک نوټونه افغانستان ته را ورسېږي. د افغانۍ تازه چاپ شوي بانک نوټونه به د تقاضا سره سم د پولي سیاست پر بنسټ بازار ته وړاندې کړل شي، ترڅو د هیواد په اقتصادي وده باندې منفي اغېز و نه کړي. د افغانستان بانک زیاتوي چې د ټاکل شوې پالیسۍ له مخې به زاړه بانک نوټونه را ټول شي او پر ځای به یې د اړتیا سره سم تازه چاپ شوی بانک نوټونه ووېشل شي.
رښتیا هم د افغانستان ترېنګلو حالاتو سیاسي او اقتصادي بندیزونو ته په کتو سره د افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپول او هیواد ته یې را انتقالول آسانه خبره نه ده، دا ټول د افغان سرپرست حکومت د پولي سیاست او اقتصادي پالیسۍ په نتیجه کې ترلاسه شول. سربیره پردې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ساتل هم د افغان حکومت له لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي. دا چې څنګه مونږ کولای شو د افغانۍ نوي بانک نوټونه خوندي وساتو ترڅو په راتلونکې کې یو ځل بیا د ورته ستونزې سره لاس او ګرېوان نه شو، نو پکار ده چې په راکړه ورکړه کې د کرېډیټ کارډ څخه استفاده وشي.
کرېډیټ کارډ چې په نړیواله کچه یې ډېر شهرت موندلی دی او پرمختللي هیوادونه په غوڅ اکثریت سره د کرېډیټ کارډ څخه استفاده کوي، ځکه خو د دوی کرنسي د وروسته پاتې هیوادونو په مقابل کې پر ارزښت سربیره د جعلکارۍ او اداري فساد څخه خوندي ده. که څه هم کرېډیټ کارډ د شلمې پيړۍ په نیمایي کې اختراع شوی دی، چې د وخت په تېرېدو سره هر هیواد قدم په قدم د خپلو هیوادوالو خدمت لپاره وړاندې کړی دی. متأسفانه افغانستان د تېرې څلوېښت کلنې جګړې او بهرنیو یرغلونو له وجې د نورو هیوادونو څخه د پرمختګ په ډګر کې وروسته پاتې دی.
کرېډیټ کارډ یا ډېبټ کارډ هغه بانکي کارت ته ویل کیږي چې د اې ټي ایم ماشین څخه د پیسو ایستلو سربیره د سوداګرۍ یا راکړې ورکړې لپاره هم استفاده ترې کیږي. کرېډیټ کارډ باندې انټرنیټ څخه انلاین بڼه راکړه ورکړه کیږي او د دې ترڅنګ بازار یا ریسټورانټ کې د نقدي بانک نوټ په بڼه هم استفاده ترې کیږي، چې په پایله کې د پېرودونکي بانکي حساب څخه په اتوماتیک ډول د پلورونکي بانکي حساب ته پیسې انتقالېږي. د کرېډیټ کارډ تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې د خپل څښتن لپاره د خپلو ټولو پیسو ضمانت ورکوي او د بل چا لپاره بیا هیڅ اهمیت نه لري، ځکه چې د کرېډیټ کارډ استعمال د خپل څښتن په لاس کې دی، بل څوک غیر قانوني استفاده ترې نه شي کولای، که چیرې یې څوک استفاده هم کړي نو د حکومت له خوا د قانون منګولو ته سپارل کیږي.
کرېډیټ کارډ د بانک نوټونو د بدیل په توګه استفاده کیږي، هر څوک چې بانک کې حساب ولري کولای شي د کرېډیټ کارډ څخه استفاده وکړي. کرېډیټ کارډ د هیواد په امنیت، اداري فساد مخنیوي، د افغانۍ د قاچاق او جعل کارۍ مخنیوی کوي. سربیره پردې کرېډیټ کارډ په استعمال سره د ولس او حکومت ترمنځ اړیکه قوي کیږي، د ولس ټوله شتمني د حکومت په لاس کې وي او حکومت د ولس د شتمنۍ ساتونکی ګرځي. په پایله کې ولس په خپل حکومت باندې باور پیدا کوي او د سر په بیه د حکومت څخه هر اړخیزه ساتنه کوي، چې په دې سره حکومت قوي ملاتړ ترلاسه کوي. که چیرې افغانستان کې د کرېډیټ کارډ استعمال رواج شي، سوداګریزې راکړې ورکړې او د حکومت مالیات په کرېډیټ کارډ سره ادا شي نو افغانۍ به خپل ارزښت وساتي او د بهرنیو اسعارو له استعمال څخه به د تل لپاره بېغمه شو او د دې ترڅنګ به د لاندې مهمو پرمختګونو شاهدان اوسو.
لکه څنګه چې افغانستان کې نسبي امن تأمین شوی دی، مګر بیا هم یو شمېر ترهګرې کړۍ د افغانستان امن ته ګواښونه پيښوي. د ترهګرو مالي سرچینې له منځه وړل تر ټولو لومړی ګام دی، کله چې کرېډیټ کارډ استعمال پیل شي نو طبعي خبره ده نقدي بانک نوټونه به یوازې بانکونو کې خوندي وي. ترهګر په هیڅ صورت نه شي کولای چې زیات مقدار بانک نوټونه د اوس په شان ښکته او پورته کړي، ترڅو خپل شوم اهداف ترلاسه کړي. کله چې پیسې انتقالول د حکومت په کنټرول کې شي نو بیا هیڅوک زیات مقدار بانک نوټونه نه شي ترلاسه کولای ترڅو د هیواد امن وګواښي.
په اوسني عصر کې په غوڅ اکثریت سره حکومتي ادارې د اداري فساد تر ټولو مشهوره بڼه رشوت باندې ککړې وي، ځینې چارواکی رشوت باندې روږدي وي چې د ملت د حقوقو بدل کې په پټه بڼه یو مقدار پيسې رشوت اخلي. که چیرې کرېډیټ کارډ استعمال پیل شي نو د زیات مقدار رشوت مخنیوی په آسانۍ سره کیږي، که بیا هم رشوت بانکي حساب ته ولېږل شي نو حکومت د شکمنو چارواکو بانکي حسابونه تر نظارت لاندې نیسي او په دې توګه د رشوت اخیستونکي او ورکوونکی معامله رسوا کیږي.
جعل کاري او د پیسو قاچاق د کرنسۍ ارزښت ته تر ټولو زیاته ضربه رسوي، حریف هیوادونه او ګاونډیان هیڅکله نه غواړي چې د افغانستان کرنسي ارزښت پیدا کړي او یا هم افغانستان کې راکړه ورکړه یوازې په افغانۍ باندې وشي. د جعلي پيسو چاپول او یا هم بهرنیو هیوادونو ته د افغانۍ قاچاق د افغانستان اقتصاد باندې خورا منفي اغیزې کوي. که چیرې سوداګریزو چارو کې د نقدي بانک نوټونو پر ځای کرېډیټ کارډ استفاده شي نو هیڅکله به قاچاق ته زمینه برابره نه شي. بهرني اسعار لکه د ایران تومان او د پاکستان روپۍ به په اتومات ډول د افغانستان له بازارونو څخه ووځي او د افغانۍ بانک نوټونه به فزیکي بڼه بانکونو کې خوندي وي. همدارنګه د جعلي پيسو مخنیوی به آسانۍ سره وشي، ځکه چې بانکونو ته د جعلي پیسو انتقال مستحیل دی او هیوادوال به د نقدي پیسو پر ځای کرېډیټ کارډ استفاده کوي چې په پایله کې به د جعلي نقدي بانک نوټونو د استعمال مخه خپله ډب شي.
د یادونې وړ ده چې د کرېډیټ کارډ استعمال اوږد مهال پلان دی او د ملت قانع کول هم وخت غواړي ترڅو چې خپل حکومت باندې باور وکړي او خپله ټوله شتمني د نقدي بانک نوټونو پر ځای ډیجیټل بڼه بانکونو کې خوندي کړي. که چیرې حکومت هر اړخیزه پالیسي ورته جوړه کړي او د هغه مطابق قدم په قدم د لويو ښارونو او دولتي مالیاتو څخه پیل شي نو د وخت په تېریدو سره به ټول افغانستان کې د کرېډیټ کارډ استعمال ته زمینه برابره شي.