Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

شیخ عبدالله عزام د معاصر جهاد نوښتګر او مؤسس

 طالب العلم زابلي

شیخ عبدالله عزام إبن یوسف رحمه الله د معاصر تاریخ ستر مجاهد، مفکر، عالم، متقي، داعي او نابغه شخصیت دی.

هغه د جهاد فکر په ټوله نړۍ کې خپور کړ او په ډیر مهارت یې په ځوانانو کې د قربانۍ جذبه ژوندۍ کړه، خپله داعیه یې په یو عجیب انداز د امت باشعوره او با درکه کتلې ته ډیره واضحه تشریح کړه.

موږ کولای شو، د شیخ عزام رحمه الله له کتابونو، تقریرونو، لیکونو، مخطوطاتو او درسونو څخه د جهاد فکر، اصول، تاریخ او جذبه په بشپړ ډول زده کړو.

شیخ عزام رحمه الله د خپل عصر د جهاد مجدد و، هغه مسلمانانو ته د صحوة او بیدارۍ فکر ورکړ.

د جهاد لښکرونه یې تیار کړل او د کفر پر سر یې د حق غشي واورول.

شهید شیخ عبدالله عزام فلسطیني تقبله الله زموږ دیار ته مهاجر راغلی و

 هغه په یوه وینا کې فرمایي، چې موږ که په کابل کې جهاد کوو، همدا د فلسطین د آزادۍ جهاد دی، یعني دا د حق سپیڅلی لښکر دی، چې له کابل څخه به یې د عروج شعلې د قدس تر مبارکو سردرو رسیږي.

موږ باید د همدې هدف د تحقق لپاره کار وکړو.

شیخ عبدالله عزام رحمه الله خپله هم یو فکر دی، د هغه شخصیت پیژندنه هم یوه عمیقه مطالعه غواړي، د هغه د پیژندلو لپاره د یوه ستر او سپیڅلي کاروان او مسیر مطالعه کول ضروري دي.

شیخ عزام رحمه الله د هغه یون ستړی لاروی و، چې رهبر (صلی الله علیه وسلم) یې د حرا له غار څخه الله تعالی د ټول بشریت د اصلاح لپاره رالیږلی و.

د شیخ عبدالله عزام رحمه الله شخصیت مې په کتابونو کې لوستی دی، د هغه هر اړخیز خدمات د یوې ټولنې له خدماتو ډیر او مؤثر دي.

زه هغه د ځان لپاره یو مدبر رهبر ګڼم.

هغه د خپل ځان لپاره استاذ او غوره الګو ګڼم او د ټول مسلمه امت لپاره یې د یوه رښتیني خادم په حیث پیژنم.

شیخ شهید عبدالله عزام رحمه الله ۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۹ میلادي کال د نومبر د میاشتې په ۲۴مه نیټه د جمعې مبارکې د خطبې لپاره په پیښور کې یوه جامع مسجد ته پر لار و، چې د اسلام د دښمنانو له لوري د هغه په موټر کې د ځای پر ځای شوي مین د چاودنې له امله له خپلو دوو زامنو محمد او ابراهیم سره یوځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

رحمه الله تعالی

کابل – افغانستان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button