Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د محسن داوړ وینا او دوشنبه کې د ازمییل شویو غونډې ته د خواله رسنیو د کاروونکو غبرګونونه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنیتي ډیالوګ په نامه په یوه کنفرانس کې تېره دوشنبه ګڼ پردي خیل او د مور وطن ازار وهلي راټول شوي وو. د دوی له حرکاتو سکناتو جوتېدل چې دا خلک لا هم په دومره وینو ماړه نه دي او غواړي چې په افغان وطن کې یو ځل بیا ورور له ورور سره په یوه کور او یوه شکور کې په شر اخته کړي. داسې به هم نه وي چې د دوی له خوا تښتول شوې او غلاشوې پیسې دې خلاصې وي. هاها. دوی خو دومره سره په بډه ووهلې چې ان د اوو راتلونکو نسلونو یې بس دي. دې کنفرانس ته ګڼو افغانانو خپل غبرګونونه ښودلي وو. د خواله رسنیو کاروونکو دا غونډه د تېر په څېر ناکاره او بې کاره بللې او محسن داوړ ته په دې پاریدلي و چې په کوم دلیل یې د افغانانو د واحد په اړه د جګړې او وروو وژنې لکچرې ورکړي؟
د پوهنتون استاد او سیاستوال محمد اسماعیل یون ددې غونډې په تړاو په خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د (هرات په تاجکستان کې تر عنوان لاندې خپله لیکنه کې لیکلي: ((ډېره عجیبه ده ، د کنفرانس نوم (د هرات امنیتي ډیالوګ )دی خو جوړېږي په تاجکستان کې ؟ دا یوولسم ځل دی چې د هرات د امنیتي ډیالوګ د جوړوونکو له خوا دا ډول کنفرانسونه جوړېږي ، نور یې په هرات کې وو ، خو دا دوه یې په تاجکستان کې دایر شول . دا وروستی یې د تاجکستان په دوشنبه کې د دوشنبې پر ورځ پیل شو.
د دې کنفرانس نتیجه هم مخکې تر مخکې معلومه ده چې کومه نتیجه نه لري ، خو یو څو ټکي پرې باید ځکه ولیکل شي ، چې د دې ډول خلکو له نیتونو او شخصیتونو له حال او ماضي څخه یو شمېر ناخبره خلک خبر شي.
ښاغلی داود مرادیان د دې کنفراسن تر شا ولاړ دی او ډاکټر دادفر سپنتا بیا د مرادیان تر شا لاس لري، د دوی دواړو تر شا بیا هغه موسسات او استخباراتي کړۍ ولاړې دي چې هغوی افغانستان ته ښه نېت نه لري، دلته یو سست ، بې ثباته، نامتمرکز او اقلیت محوره حکومت غواړي.))
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند محمدخالد ځدراڼ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: ((هغه دوه مخي چې لر پر عدم تشدد او بر پر تشدد باور لري تل د افغان وژنې نندارچیان پاتې شوي، په افغانستان کې جګړې ته خلک هڅوي او د جګړې اور ته لمن وهل غواړي دا ګوډاکۍ څېرې اوس دلته پیژندل شوي، په ټولنه کې یې هغه وقار, عزت او حیثت له لاسه ورکړی.))
د خواله رسنیو یوه بل کاروونکي ویلي: ((پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ نن د افغانستان د دښمنانو غونډه کې پۀ ډیرې سپین سترګۍ سره افغانستان کې د جګړې د بیا پیل غږ وکړ.
داوړ وویل: افغان حکومت باید د جګړې پر مټ نسکور شي. زمونږ دپښتون ژغورنې ځورځنګ مشران دغه دوه موضوعاتو ته څه غبرګون لري، له کرښې ها خوا عدم تشدد او دیخوا لغړ تشدد پي ټي ایم باید د غورځنګ دقانون له مخې داوړ صیب ته ځواب ووايي او یا ترې سپیناوی وغواړي چې ولې داسې نا مسولانه څرګندونې کوي ، او همدا رنګه پنجاب ته دتګ لپاره دخیبر بښتونخوا او بلوچستان اوسیدونکو پښتنو څخه دویزو غوښتل دا زرینه موقع نده چې باید پاکستان نور تجزیه شي …. نور بیا))
د کوزې پښتونخوا یوه پښتون لیکلي: ((دا چې نن ورځ د هرات امنیتي ناستې په ترڅ کې د کوزې پښتونخوا یو تن اوسېدونکي او د پنجاب تر اغېز لاندې تش په نوم د دوی په ولسي جرګه کې د پښتنو استازي محسن داوړ غیرمسؤلانه او فرمایشي څرګندونې کړي په کلکو ټکو د غندلو وړ دي.
داوړه! طالبان په افغانستان کې د ټوپک په زور نه بلکې د هوکړې له مخې واک ته رسېدلي او په هکله یې څرګندونې او نظریات په افغانانو پورې اړه لري نه د ستاسو په شان د بل په اشاره څرخېدونکي روباټانو پورې.
که رښتیا هم د افغانانو غم درسره وي نو هیله ده چې د ستر افغان ملت له تن څخه د انګرېز له خوا د بېل شوي قوم چې تاسو هم په کې حسابېږئ د پنجاب له استعمار څخه د ټوپک په زور ازاد کړئ ځکه چې د عدم تشدد چیغو خو مو نتیجه ورنه کړه.
هو رښتیا بادار ته مو ووایاست چې افغانان اوس هغه پخواني غولېدونکي خلک نه دي چې د نورو په فرمایش خپل کور ته جنګ راوړي بلکې د یو اباد سرلوړي او خوندي افغانستان په لور روان دي.))
د روښان غفورزي په نامه یو کاناډامیشتي افغان وایي: ((داخو ټول پیژنئ. دی مارماهی نن په تاجکستان کی ویليچی د ااا په زوره راغلی او دټوپک په زور باید لرې شي.
که احمدمسعود او یا امثالهم داخبره وکړي هغوی افغانان دی ته څوک یی؟ خپله منتخب وزیراعظم یی دملا فضل الرحمن په مشری اتحاد چی خپله دا یی هم برخه وه، لری کړو او جیل کی یی واچوو درې کاله کیږې چې کله په یو نوم اوبل نوم یې فوځ ټاکنې ځنډوي، دلته افغانستان ته یی ځان نه قلاقلا خان جوړ کړی.
خپله به پنجاب ته ویزه اخلي. افغانستان کی سیاسی بدلون غواړی. که ته د نر ځوی یې، پښتنې مور زیږولی یې، لاړشه د پنجاب د ویزو پوښتنه وکړه.))
د خواله رسنیو یو بل کاروونکی نعیم پښتون لیکلي: ((مُحسن دوړ ددې یوې خبرې سره خپل ارزښت اوبائلو. باید په دې خبره د ګرد افغان ملّت نه بخښنه اوغواړي او د خپلې وینا وضاحت اوکړي. انسان دی سهوه ترې هم کېدی شي. رجوع کول څهٔ بد کار نه دی.))
دانیال ثاقب لیکلي: ((پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ نن د افغانستان د دښمنانو غونډه کې پۀ ډیرې سپین سترګۍ سره افغانستان کې د جګړې د بیا پیل غږ وکړ.
داوړ وویل: افغان حکومت باید د جګړې پر مټ نسکور شي.
داچې پاکستان همیش بې اساسه تور پورې کوي چې ګویا دغه هیواد کې وروستي وسلوال بریدونه لۀ افغان خاورې تر سره کیږي، لیکن افغان حکومت دا تورونه ردوي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د بل هیڅ ګاونډي هیواد پر ضد ونۀ کارول شي.
بل لور ته د پاکستان د پارلمان رسمي غړی د آی اس آی پۀ مشوره د افغان حکومت د مخالفینو غونډه کې ګډون او پۀ ډیرې سپین سترګۍ د واکمن امن او مرکزي نظام اخلال غواړي.))
احسان الله احمدزی لیکي چې
هلته پاکستان کې عدم تشدد غواړي
او افغانستان کې تشدد غواړي…!
عجيبه انصاف…! منافقت!!!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button