Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

سالنګ که د افغان وجود د ملا مهره… لړۍ/لومړۍ برخه

د سالنګونو په اړه یوه ډېره مشهوره او نږدې کلیشه شوی بحث دا دی چې د سالنګونو لویه لاره یوازینۍ لاره ده چې د افغانستان جنوب له شمال سره نښلوي او همدا لاره د لویدیځې او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ ځمکنی ټرانزیټ هم دی. هو. سالنګ د افغانستان د وجود د ملا ستن ده چې د افغانستان وجود ترې رغېدلی. ددې لارې له اهمیته په هېڅ ډول سترګې نه شي پټېدی. سالنګونو د افغان وجود دوه برخو ته خپله سینه پرانیستې. د سالنګ لویې لارې د رغېدو مفکوره لا ډېره پخوا وه. ګڼ افغان پاچایان ددې لارې له سټراټیژیک اهمیته خبر و، خو د ماډرنو امکاناتو او ماشینرۍ نه شتون یې د رغېدنې چارې یو بل پسې کلونه واړول. دا لاره د وخت شوروي اتحاد د میلیونونو ډالرو په مټ او د لوړ بشري ځواک په مټ ورغوله. هو. ددې لارې چارې د وخت پاچا ظاهر شاه او د نوموړي د مدبر صدراعظم او د افغانستان جوړونې مجنون سردار محمد داوود خان په پېر کې پیل شوې. د سالنګونو د لړۍ مو دا لومړۍ لنډه پېژندنه ده. اوس دې ته نه تمیږو چې شوري اتحاد د کومو موخو په خاطر ددې لویې لارې بیارغونې ته ټټر وډباوه. ایا دوی له کاسې لاندې کومه نیم کاسه لیدلې وه او که څنګه؟ د سالنګ تر شا ګڼې کیسې پرتې دي. سالنګونو جوړول، ورانېدل، هلته بوږنوونکې پېښې، د دې لویې لارې پېښلیک، بیارغونې چارې یې، ددې لارې ارزښت او اهمیت، جوي موقیعت یې؛ هلته استوګنه او نور هغه مبحثونه دي چې موږ به یې په همدې لړۍ(سالنګونه که د افغان وجود د ملا مهره) کې یو په بل پسې غځوو.
هندوکش رښتیا هم د دېوال په څېر افغانستان په دوو برخو وېشلی او همدا سالنګونه دي چې د هندوکش په زړه کې یې لاره کړې او د یوه هیواد دوې ټوټې یې سره نښلوي. په سالنګونو کې د تونل اېستنې کار له خورا ستونزو سره مخ وو او دا چاره د ډېرو خولو په تویولو شونې شوې. سالنګ د پروان ولایت مربوطیږي او د افغانستان په اداري واحدونو کې خپله د سالنګ په نامه مستقله ولسوالۍ هم ده.
ددې لویې لارې چارې د ١٣٣٩ لمریز لېږدیز کال په لومړيو وختو کې پيل شو او د ١٣٤٣ هجري شمسي کال د سنبلې په ١٢ رسماً پرانستل شو. د دې سړک اوږدوالی شاوخوا ۲۳۰ کیلومترو پورې رسیږي. د سالنګ د تونل ټولټال اوږدوالی شاوخوا درې کیلومتره دی چې ګڼې کیسې تر شا لري.
سالنګونه د بحر له سطحې شاوخوا څلور کیلومټره ارتفاع لري. همدا سبب دی چې ددغه سیمې د تودوخې درجه کله کله ان تر منفي دېرشو رسیږي. وخت ناوخت بې وخته واورې له دې لارې د موټرو تګ راتګ ټکنی کوي او کله کله خو د واورو کوچونه بسته کورونه او موټرونه لاندې کوي.
نور بیا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button