عراقي فوځیانو رمادي تر لاسه کړ

رمادي دعراق تر ټولو ستر ستراتيژيک ښار وو چې داعش وسله والو نيولی و او څو مياشتې ورسره و . په تیرو څو ورځو کې په دې ښار باندې د امريکې له لوري د روزل شویو عراقي ځواکونو عملیات روان وو او نن تر سختې نښتې وروسته داعشيان مات شوي دي او دولتي ودانۍ عراقي ځواکونو نيولي دي.
عراقي رسنیو هم په رمادي ښار کې دولتي ودانۍ ښيي چې د عراقي حکومت بیرغونه پرې رپيږي. د پلازمينې بغداد په لويديځ کې رمادي تر ټولو ستر ښار وو چې د مۍ په مياشت کې داعش وسله والو ونيوی خو له تیرې اونۍ را هیسې يي پر ضد عراقي ځواکونو عمليات پيل کړي و.
دعراقي پوځ يو وياند صباح النعماني رسنيو ته ويلي دي:« د رمادي نيول کيدو نوره وښوده چې داعش په عراق کې مات شو.» هیره دې نه وي چې تر تکريت وروسته دا د عراق دوهم ستر ښار دی چې د عراقي ځواکونو لاسونو ته ورځي.
جاوید حمیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button