جوزجان کې له ۶ پوستو عسکر تښتېدلي

عزم :(دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د جوز جان ولایت په دوکوه ولسوالۍ کې له ۶ پوستو عسکر تښتېدلي دي.
له سیمې نه ترلاسه شوی خبر وایي، ۶ پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي چې اوس طالبانو خپل سپین بیرغونه پرې درولي.
وسله والو طالبانو هم په خپل ویب پاڼه یاد خبر ور کړی چې د دښمن عسکر له ۶ پوستو تښتېدلي او د مجاهدینو لاسته ورغلي.
طالبانو په یولیږلي ایمیل ویلي، دوستم یې له ملیشو سره تر بریدونو لاندې نیولی او محاصره دی چې تر اوسه یې درانه تلفات ور اړه ولي.
طالبانو د حکومت هغه دعوه هم رد کړه چې وايي دوستم په عملیاتو کې ګڼ شمېر طالبان وژلي دي
طالبان وایي، د دوستم د ۵ قوماندانانو په شمول یې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړه ولې
سیمه ییزو چارواکو د یادو پوستو په اړه تر دامهاله څه ندي ویلي
اصف افغان