څلور شپېتمه فی البدیهه مشاعره ! 

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

نیټه: ۱۰/کب/۱۴۰۲

(د حوت لسمه) د افغان د غیـور او مجاهد ملت پـر افتخاره او ویـاړلې ورځ ده. په همدې مناسبت (د اسلامي ادب ګلبڼ) ځانګړې بیتي فی البدیهه مشاعره ترتیب کړې. لاندې کتلی شئ!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیت!

افغان ومه افغان يمه افغان بـه پاتې کېږم

په دغـه جهادي مـسـير روان به پاتې کېږم

اکرام الدین مفتون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جانان دې د سـ.نګر ومه، جانان به پاتې کېږم

چاپېر درنه دې زغرې، ډال په شان به پاتې کېږم

زاهد زېری

د هېڅ دور مغرور ته مې غرور خم شوی نه دی

مومنو زړو کې خود لکه ایمان به پاتې کېږم

حافظ سجاد

خلیل عزم مي ټیټ مه شه نمرودې زمانې ته

د سرو لمبو په منځ کې ګلستان به پاتي کیږم

خالد ریحان ببری

د ژوند د خپلواکۍ قيمت کې غاړه چا ته نه ږدم

که زمکه کې ځای نه و په اسمان به پاتې کېږم

لطف الله خیرخواه

شمله به مې د ستورو له رڼا سره وي سیاله

د مينې او مېړانې ترجمان به پاتې کېږم

ګل رحمن رحماني

مقام د استقلال ته مې لوړ غرونه سر نګون دي،

ډېر هسک د معاصرو له ګمان به پاتې کیږم.

راشد کامران

امام د ازادۍ ووم، خپلواکي مې ازانګه کړه!

افغان نوم د خپلواک ده، نو افغان به پاتې کیږم

حسیني مختار

تاریخ مې د خپل برم، او غرور دا سي ثابت کړم

کافرې نړۍ ستا مخ ته طوفان به پاتې کیږم

بدري تکل

حرا د اریانا، مستې نغمې د تکبیرونو

پر هغه سوچه ژمنه د ایمان به پاتې کېږم

ثاقب خپلواک

د پاکو شهیدانو په روحونو باندې ښاد یم

وادن یمه، وادن یمه، ودان به پاتې کېږم

شفاعت ریحان

عظمت د حریت مې د تاریخ پاڼو لیکلی

په لار د قربانۍ کې قهرمان به پاتې کیږم

ملا عبدالسلام ضعیف

ډېوې د بغاوت مې ډېوه کُش وژلی نه شي

مشال د ازادۍ د مسلمان به پاتې کېږم

جهادي عمري

خپلواکه شيرینو به خپلوم د زړه په وينو

د وخت ښاماره واوره مومن خان به پاتې کېږم

پوهاند ابراهیم همکار

الهام راباندې شوی د ارمان پوره کېدو دی

وطنه! ستا د هیلو ترجمان به پاتې کېږم

عبدالمجید پل

ما هم د احمدشاه او غزنوي لاره تقيب کړه

کامران سومه، کامران يمه، کامران به پاتې کېږم

نبيل شباب

تاریخ ته په تندي فخرِ عیان به پاتې کېږم،

ستا یاد ته د ابد ذهن کې شان به پاتې کېږم.

راشد جالب

تر څو چې دا دنیا وي او د ظلم فلسفه وي

غازي به پاتې کېږم او افغان به پاتې کېږم

ګل رحمن رحماني

د وخت د روشنفکرو تحليلونه مې ټول دروغ کړل

طالـ.ب شوم په سياسي ډګر کامران به پاتې کېږم

ضيأ ضمير

د دې ولس په سر به لکه ستوري رڼا پاشم

د خپلې ملالۍ خاورې جانان به پاتې کېږم

کریم سلطاني

درې مستې او ياغي امپراتورۍ مې راچپه کړې

افغان يمه، پخپل قوي ايمان به پاتي کېږم

مفتي لاهوتي

پلکونه به دې ستړي شي د چل لکه د زور دې

خو زۀ یم مطمئن لکه سندان به پاتې کېږم

نصرت طالب

ها نه یم چې دوخت له تختُ تاج سره به لاړ شم

د ننګ او قربانیو په میدان به پاتې کېږم!

خالد احسان

څيښتن چې چا ته قهر شي، پر ما یې حواله کړي

د خدای و سرکشانو ته زندان به پاتې کیږم

ریحان اخندزاده

مېړانه د تاريخ صفحو ته سپارم نور ترې ځمه!

ابدال به پاتې کېږم، خوشال خان به پاتې کېږم

شهزاده شیرین زوی

دا پانګې د تاريخ د برياليو غزاګانو

چې وي خو د رزمونو د چم خان به پاتې کېږم

لطف الله خیرخواه

د ډېرو زمانو خوله کې مې داړې کړې ورماتې

همداسي د اسلافو پر دوران به پاتې کیږم

بدري تکل

بچو کې مې جذبه د پاڅیدو پاتې غلیمه!

دا چا وې! چې کنډر،کنډر او وران به پاتې کېږم

زاهد زېری

که ټوله نړۍ کفر ته مايله شي خو زه به

قسم ده وخته! تک سپين مسلمان به پاتې کېږم

وارث انځور

وهـم سـر له ښاماره، آزادي شيـرينـه ژغورم

اتـل د تاريخـونـو مومـن خان به پاتې کېږم

عبدالقديم نظام

جـ.هاد زما مسلک ده که دنیا لښکرې راشي

خپلواک لکه سندان افغانستان به پاتې کېږم

عبدالستار رسان

ډیوه مې بله کړې د لار ورکو په تیارو کې

رهبر د حقې لارې د کاروان به پاتې کیږم

ملا عبدالسلام ضعیف

وطنه ستا د نوم په تقدس مې دې قسم وي

په سر د غلیم تندر د اسمان به پاتې کیږم

خالد ریحان ببری

د تورپټکي نوخط ژڼي سـ.نګر کې غلي ناست دي

فاتح پر زبر ځواکو قهرمان به پاتې کېږم

پوهاند ابراهیم همکار

خپلواک کاروان روان دی، سندریزې حماسې دي

جرس د تور بلال د خوږ اذان به پاتې کېږم

ثاقب خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button