د اوقافو وزیر: د احساساتي فتواوو څخه د مخنیوي په موخه مقتدره دار الافتاء جوړو

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په یوه خبري ناسته کې اعلان کړه  چې په نژدې راتلونکې وخت کې به یوه قوي او مقتدره  دارالافتاء ایجاد کړي، نوموړي وویل ، ددې دارالافتاء د جوړیدو عمده موخه داده چې خلګ دسحر،جادو او نورو احساساتي فتواوو ورکولو له ځایونو را وګرځي او دې علمي مرکز ته مراجعه وکړي.

عثماني وویل،په افغانستان کې ۹۰ سلنه مساجد غیر رسمي دي د حج او اوقافو وزارت په کنترول کې نه دي او د ملا امامانو له کړنو او فعالیتونو څخه یې بیخي خبریږي نه ،نوموړی زیاتوي د شهیدې فرخندې لړ زوونکې پیښه یو باعث شو،موږ ویښ شو او خپل مسولیت ته یې متوجه کړو.

د حج او اوقافو وزیر وویل، د یوې قوي دارالافتاء د جوړولو په کار کې دهیواد د مشهورو او مطرحو علماء کرامو مرستې ته اړتیا شته چې په دې اړه باید همکاري وکړي.

د فرخندې له وژنې وروسته ډیرو جهتونو د سحر او جادو او د احساساتي فتوا ورکولو د مرکزونو پر موجودیت  انتقادونه وکړل، دفرخندې د وژنې دپيښې د څیړلو کمیسیون له تحقیق وروسته جوته شوه چې د شاه دوشمشیره د مسجد یوه تعویذ لیکونکي په دروغو اوازه ګډه کړه چې فرخندې قران شریف ته اور ورکړ، چې همدا د دروغو اوازه د فرخندې د مرګ لامل شو.

د کمیسیون دتحقیق او څیړنې وروسته، د حج او اوقافو وزارت پرېکړه وکړه چې په یو شمیر مشهورو مساجدو او ځایونو کې دي  دتعویذ، سحر او جادو مرکزونه وتړل شي، او په پلان کې ده چې دا پروسه به په ټول هیواد کې تطبیق شي. دحج او اوقافو وزیر د نماینده ګانو په مجلس کې د معلوماتو ورکولو په مهال وویل، د شاه دوشمشیره مسجد،د ابوالفضل زیارت،کارته سخي او  شهداصالحین زیارتونه د تعویذ لیکونکو له وجود څخه پاک شوي دي ،او په پلان کې ده چې دا پروسه په تدریج  سره د هیواد په نورو برخو کې هم تطبیق او عملي شي.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button