بریا،بریالي خلک باید ځانونه اداره کړي
د موخو پيژندل:
په ژوند کې د موخو پیژندل مهم کار دی. که یو سړی پخپل ژوند کې خپلې موخې ونه پیژني، نو هغه به تل سرګردان وي. روان به وي خو نه به پوهیږي چې چیرته ځي. ستړی شوی به وي خو راضي به نه وي چې چیرته رسیدلی دی.
فوق العاده پوتانشیل ته ځان رسول:
هر انسان خپلې وړتیاوې او ځانګړتیاوې لري. که په ریښتوني ډول غواړی چې بریالي شی نو باید خپلې وړتیاوې په پوره ډول سره وپیژنئ او ترې ګټه پورته کړئ.
په یوې موخې خپل پام متمرکز کړه:
که په دوو سویو پسې منډې وهې، نو یوه هم نشې نیولی. که په یوې پسې شولې، نو بیا کولای شې چې یوه دې په نصیب شي. په دوو پسې به ستړی شوی وې خو خوښ به نه وې ځکه منډه او ستړتیا دې بې ځایه تللې!
د ځان په دایمي انکشاف کار وکړه:
انکشاف دا نه دی چې سړی دی له ۱۲م څخه فارغ شي او خبره دې خلاصه شي؛ یا دې له لیسانسه فارغ شي او نور دې دی رسیدلی وبلل شي! تر هغې پورې چې یو سړی پخپل دایمي انکشاف کار ونکړي او هره ورځ مطالعه او یا هم د هغو ساحو په رسولو کار ونکړي چې دی په کې کمزوری دی نو هیڅکله هم وده نشي کولای.
پرون هیر کړه:
که تاسو ځان په پرون کې غرق کړی نو نن به مو له لاسه وتلی وي او د سبا لپاره به آماده نه وی. که ډیر پرون په ځان پسې کشوی نو د بریا مخ لیدل درته سختیږي. د سنډې ایونینګ پوست (Sunday Evening Post) یو پخواني مالک کرټیس پخپل دفتر کې په دیوال ځان ته مخامخ دغه خبره لګولې وه: “پرون بیګا مړ شو!”
د امریکا پخوانی ولسمشر فرنکلین ډیلانو روزویلټ په ۱۹۲۱ز کې هغه مهال چې ۳۹ کلن و، د پولیو په ناروغۍ اخته شو. سخت یې وځوراوه. اته کاله د چا له مرستې پرته نشو ګرځیدلی. مجبور و چې له یوه ځایه بل ځای ته د تګ را تګ په موخه د بل چا لاس ونیسي خو همدغه سړی په ۱۹۳۲ز کال کې د نیویارک والي شو او بیا د امریکا ولسمشر! داسې یو ولسمشر چې درې دورې یې واک وچلوه.
نورو ته ګټه ورسوه:
بریا دا نه ده چې یو سړی دې ډیرې پیسې وګټي او د ځان لپاره دې دغه ټولې وګټي! بریا دا ده چې ګټه یې نورو ته ورسیږي. ته باید له خپلو جومات والاوو سره کار وکړې؛ له خپلو مامورینو سره کار وکړې ترڅو هغوی ورسیږي!
بریا او ناکامي:
له بریا سره ناکامي یو ځای وي. بې له ناکامۍ سړی د بریا پوړیو ته نشي رسیدلی. که بریا ګل فرض کړو نو له ګل سره ازغي تل یو ځای وي. که غواړی بریا ترلاسه کړئ نو باید د ناکامۍ له پوړیو تیر شئ. که تاسو له ناکامۍ ډاریږئ نو د بریا مخ نشی لیدلی.
ګورئ ناکامي حتمي ده:
دا چې انسان پخپل ذات کې کمزوری دی، نو ناکامي ترې سر خوري. که انسان پخپل ذات کې پوره وای نو بیا خو کامل بلل کیده او نعوذ باالله د خدای (ج) درجې ته رسیده خو داسې نه ده. انسان کمزوری دی. نو چې کمزوری دی، باید ناکامۍ ته ذهناً اماده وي.
خلک فکر کوي ناکامي یوه حادثه ده، خو نه ده:
که یو سړی په یوه مضمون کې ناکام شي، هغه کیدای شي فکر وکړي چې دا یوه حادثه وه خو دا حادثه نه وه بلکې یوه پروسه وه. دا چې ده په مسلسل ډول خپل همدې مضمون ته تیاری نه و نیولی، نو ځکه ناکام شو.
خلک فکر کوي چې ناکامي یې دښمن دی خو داسې نه ده:
ځینې په دې باور دي چې ناکامي یې د بریا په لار کې دښمن دی خو که پخپلې دې خبرې باور ته ادامه ورکړي نو د هغو خلکو غلام به پاتې شي چې بریالي دي.
خلک فکر کوي، ناکامي د ژوند او هڅو پای دی خو داسې نه ده!
ځینې په دې باور دي چې که ناکام شو بیا نو هیڅکله خپل ځای ته نشي راتللی او په میدان کې خپل ځای نشي موندلی خو داسې نه ده. سرګیو زیمان چې کله په دې پوه شو چې کوک ورځ تر بلې د پیپسي په مخکې بازار له لاسه ورکوي نو د نوي کوک فارموله یې معرفي کړله. دغه نوې فارموله ددې سبب شوله چې کوک ۱۰۰ ملیون ډالره تاوان وکړي. کوک زیمان له دندې وشاړه. څو کاله وروسته چې کله زیمان په یوې خبري غونډې کې د یوه خبریال لخوا وپوښتل شو چې کوک ته د ور اوښتي تاوان په اړه څه وایي، د زیمان ځواب ډیر ساده و: کوک تاوان نه دی کړی!
خبریال: دا څه وایې؟ سل ملیون ډالره تاوان نه بولې!
زیمان: نه! ځکه چې د خلکو بارو په پخوانۍ فارمولې لا پسې زیات شو.
د کوک اجراییوي رییس ددې خبرې په اوریدلو سره زیمان بیرته کوک ته راوسته او پخوانی دنده یې ور وسپارله.
اوس نو له ناکامۍ سره څه کول پکار دي؟ غیږه ورکول او بس!
بریالي خلک باید ځانونه اداره کړي:
د بریالي خلکو لپاره مهمه ده چې د ځان په اداره کولو کار وکړي ترڅو د نورو لپاره نمونه وګرځي.
احساسات باید اداره کړي:
د یوه بریالي انسان لپاره مهمه ده چې پخپلو احساساتو کابو ولري. احساسات ددې سبب کیږي چې یو بریالی انسان په نا بریالي بدل کړي.
وخت باید اداره کړي:
د یوه بریالي انسان لپاره اړینه ده چې خپل وخت اداره کړي. که د نن کار سبا او د سبا کار بلې ورځې ته پریږدي نو ډیر فرصتونه به له لاسه ورکړي ځکه وخت په شا نه ځي!
لومړیتوبونه باید وپیژني:
د بریالي انسان لپاره اړینه ده چې لومړیتوبونه په ګوته او کار پرې وکړي ځکه لومړیتوبونه د بریالي انسان د لا ډیرې پرمختیا او ګټې سبب کیږي. لومړیتوبونه کولای شي چې یو بریالي انسان ته ۸۰ سلنه ګټه ورسولی شي.
انرژي باید اداره کړي:
د بریا لپاره انرژي مهمه ده. که غواړئ چې بریالي شئ او پرمخ لاړ شئ نو خپله انرژي په وړو شیانو مه لګوئ؛ د لویو کارونو لپاره یې وساتئ.
خپل کلیمات اداره کړئ:
کله چې خبرې کوی، متوجه اوسئ چې څه وایاست.
کلیمات تراژیدۍ رامنځته کوي. کلیمات ددې سبب کیږي چې زړونه وګټي او یا هم زخمي!
نو کله چې یې استعمالوئ نو په ډیر احتیاط یې کاروئ ځکه هسې نه بریا درته په ناکامۍ بدله کړي.
د اخري خبرو په توګه ویلی شو:
· خپلې وړتیاوې اوچتې کړئ او ډیر کار پرې وکړئ.
· د ننګونو لپاره هره ورځ تیار اوسئ.
· له توقع څخه پورته لاسته راوړنې ولرئ.
· د خپلو کارونو له لارې نور اغیزمن کړئ.
· کار هغه وخت پریږدئ چې ترسره شوی وي، هغه وخت یې مه پریږدئ چې ترې ستړي شوي وی.