هلمند، لسګونو زندانیانو خپلي خولې ګنډلي
دهلمند په مرکزي زندان کي سلګونو زندانیانو دنه خوړلوپه اعتصاب لاس پوري کړی، چي لسګونو تنو يې خپلي خولې هم ګڼدلي دي.
زندانیانو ویلي، چي له څو کلونو راهیسي په کوټه قلفۍ کي ساتل کیږي او له هر ډول حقونو څخه بې برخي شوي دي، چي له امله يې په غذايي اعتصاب لاس پوري کړی دی.
راپورونه وايي، چي نن پنځمه ورځ ده، چي دهلمند دمرکزي زندان زندانیانو دنه خوړلو اعتصاب پيل کړی دی.
راپورونه وايي، چي تیره ورځ دهلمند ولایت دمدني ټولني او دولایتي شورا استازي زندان ته ورغلي وو، ترڅو دزندانیانو ستونزي له نږدې څخه وګوري، ورغلیو استازو ویلي، چي زندانیان یولړ ستونزي لري، چي په اړه يې دزندان له چارواکو سره خبري شوي دي.
دهلمند دمدني ټولني مشر سردار محمدهمدرد ویلي، چي دزندانیانو دستونزو په اړه یې له مسوولینو سره خبري کړي دي، چي په څو راتلونکو ورځو کي به دغه ستونزي حل شي.
دهلمند دولایتي شورا مشر هم ویلي، چي زندانیان ستونزي لري، چي په دوو راتلونکو ورځو کي به یې ستونزي حل شي.
دهلمند ولایت په مرکزي زندان کي ۱۴۰۰ زندانیان ساتل کیږي، چي شاوخوا ۵۰۰ تنه يې سیاسي بندیان دي.
دیادوني وړ ده، چي څو ورځي وړاندي دهلمند په مرکزي زندان کي دپولیسو او زندانیانو ترمنځ نښته هم شوې وه، چي یوشمېر زندانیان پکي ټپیان شوي وو.
عادل خپلواک