طالبان : بادغيس کې مو مهمه پوسته نيولې، ډيري وسلې په لاس راغلي

د طالب وياند له لوري ادعا شوې چې د بادغيس په ولايت کې يې د يو نفوذي مجاهد په مرسته يوه پوسته فتحه کړې او ګڼي وسلې يې لاس ته ورغلي دي.

د خبر له مخې دغه پوسته د ياد شوي ولايت په نجکان سيمه کې ودانه شوې وه چې اربکيان پکې اوسېدل او يو تن طالب وسلوال هم پکې شامل و، طالب جنګياليو د خپل نفوذي وسلوال په مرسته بيګا شپه ناوخته د پوستې په عسکرو جنګ پيل کړی چې له لږ مقاومت وروسته ترې د پوستې ټول اربکيان تښتېدلي او پوسته يې فتحه کړې ده.

د وياند له قراره په دې پوسته کې يې ۸ کلاشنکوفونه، ۸ چانټې او يو شمېر نور مهمات غنيمت کړي.

صابر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button