د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړیوال جام  اتلولي اسټرالیا وګټله

عزم/ (یکشنبه د وري ۸مه ۱۳۹۴ ) نن د اسټرالیا په میلبورن لوبغالي کې د ۲۰۱۵ کرېکټ نړيوال جام پايلوبه کې اسټرالیا نیوزلېنډ  ته شرمونکې ماته ورکړه او د کرېکټ ۲۰۱۵  اتلولي يي و ګټله .

په پیل کې پچه د نيوزيلنډ لوبډلې وکټله  او د منډو جوړولو پرېکړه يي هم پخپله وکړه ، خو مقاومت يي ونشو کړاي چې ټوله لوبډله يي په۱۸۳ منډو په ۴۵ اورونو کې وسوڅېدله .

د نيوزيلنډ تکړه توپ وهونکي بېلوټ ۷۳  منډې وکړې چې په ۷ وکټو  سره په ۴۵ اورونو کې ایله ۱۸۳ منډې جوړې کړې چې درې لوبغاړي فولکنر  جانس هم درې ، سټار دوه او مکسویل یو وسوځول ، چې اسټرالیا په خپل ټوپ وهنه کې په دريو  لوبغاړو سوځولو سره دغه اسانه هدف یواځې په ۳۳ اورونو کې پوره کړ او د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام ګټونکې شوه .

نیوزيلنډ څلور لوبغاړو میککلم، انډرسن، رونکي او هینري پرته لو کومې منډې جوړولو وسوځیدل چې ټیلر۷۲ ټوپونو دوه څلوریزو  او ایلوټ په ۸۲ ټوپونو وو څلوریزو ښه توپ وهنه کې ۱۸۳  منډې جوړې کړې .

په ځوابي توپ وهنه کې اسټرالیا کپتان ماکیل کلارک ۷۴ منډې وکړې، له ده سره سمیت ښه ملګرتیا وکړه کلارک په  ۷۲ ټوپونو سره ۱۰ ځلوریزې او دیوه شپږيزې ووهله  سمیت په ۷۱ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۵۶ منډې وکړې، وارنر په ۴۶ توپونو د ۷ څلوریزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې او سمیت تر پایه ونه سوځيډه چې ټاکلی هدف پوره شو .

نيوزیلنډ هنري ۹.۱ اورونوکې ۴۶ منډې ورکړې دوې وېکټې يي واخیتې بولټ ۱۰ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې یوه وېکټه يي واخیسته .

اسټالیا یوازېنی هیواد دی چې د یوې ورځې ۵۰ اوریزې کرېکټ  لوبې نړیوال جام په خپل نوم کوي، لومړي ځل ۱۹۸۷،دوهم ځل په ۱۹۹۹ دريم ځل۲۰۰۳ ، څلورم ځل ۲۰۰۷ ، پنځم ځل چې نن ۲۰۱۵ کال دي د کرېکټ نړیواله اتلولي کټي .

د یادونې وړ ده چې په دغه ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړيواله سیالې د کټونکې لوبډلې لپاره چې کومه مالې جايزه خاص شوې وه هغه درې میلونه او۹۷۵ زره امريکايي ډالر دي او دويمې لوبډلې ته یو میلون ۷۵ زره امريکايي ډالر دي .

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ د نړیوالې سیالې کې  ۱۴ هېوادونو  برخه لرله چې ۴۹ سیالۍ په کې وشوې، دغه سیالۍ د فبروۍ په ۱۴ پیل شوې وه چې نن ورځ د مارچ ۲۹ د اسټرالیا په ګټلو سره پای ته ورسېدې، او بله راتلونکې د کرېکټ د ۵۰ اورونړیوال جام به په ۲۰۱۹ کال کې وي د په انګلستان کې ټاکل شوې  ترسره کیږي .

سمیع شينواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button