واشنګټن : په مخامخ ډزو کې ۲ تنه قتل او بل ژوبل شوی

د رسنيو له مخې د واشنګټن په بريمرټن ښار کې د يو کس په ډزو يوه ۳۹ کلنه ښځه او يو ماشوم قتل او يو سړی ټپي شوی.
د واشنګټن پوليسو د پيښي تحقيقات پيل کړي، په دې وروستيو کې د امريکا اوسېدونکي ورته پېښو انديښمن کړي دي، هر کال له ۳۰،۰۰۰ زيات خلک په يادو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په دې هيواد کې په وسلوالو حملو کې د ورځې اوسطا ۱۸۳ کسان ټپيانېږي، له بلې خوا د پوليسو د سياسي مطالعاتو د شورا له خوا نشر شوی راپور دا ښکاروي چې د امريکايي پوليسو له لوري د لاريون کونکو په وړاندي د سختې حربې استعمال او د هغوی نيول د دې هيواد د اوسېدونکو د زيات تشويش سببونه دي.
د دې راپور په اساس په امريکا کې د کال اوسطا ۱۰۰۰ تنه د پوليسو له لاسه په ډزو کې وژل کېږي.
د څېړونکو په اند د نژاد پرستي د پردې ترشا ګڼ خلک ويشتل کېږي او د دې مرګونو سبب امريکايي پوليس دي.

شبير

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button