د زابل پولیسو خبریال احمد ولي سرحدي سخت ډبولی
ښاغلي سرحدي په خپله فیسبوک پاڼه د ځان څو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د پولیسو د وهلو ټکولو نښې -نښانې له ورایه پکې جوتې دي.
د زابل د امنیه قومندانۍ پولیسو ښاغلی سرحدي وروسته له هغې تر وهلو ډبولو لاندې نیولی،چې تېره ورځ یې د زابل ښار د یوه هټۍ وال (دکاندار) په اړه،چې ویل يې، نوموړی هم د پولیسو له لورې لومړی نیول شوی او بیا وروسته زښت زیات شکنجه شوی او ډبول شوی دی، راپور او د هغه عکسونه خپاره کړي. د ازادو رسنیو د ټولنې مشر ښاغلی سرحدي د پولیسو له لورې تر وهل کیدا وروسته روغتون ته رسول شوی
حمدالله صابر
ویل کېږي،پولیسو د دغه ځايي خبریال پښتۍ، پښه او غاښونه هم ور مات کړي او دا مهال په
روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د زابل امنیتي چارواکو د پولیسو د ناوړه چلند د دغو دواړو پېښو په تړاو تر دم ګړیه څه نه دي ویلي