شهید بشیر احمد ریان څومره چی ما پيژانده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکوال : عبدالفتاح (فاتح )
شهید بشیر احمد ریان د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالی اوسیدونکی له نن نه څه د پاسه شل کاله وړاندی یی د مشهور جهادی او علمی شخصیت انجینر عبدالله ګل ریان په متدینه او درنه کورنی کی دی فانی نړی ته سترګی وغړولی
لومړنی زده کړی یی تر ډیره حده له خپل پلار انجینر صیب څخه وکړی او تر هغه وروسته د هجرت دیار کی په مشهوره لیسه شهید مولوی حبیب الرحمن عالی لیسه کی شامل شو په ۱۳۹۰ لمریز کال له یادی لیسی څخه په اعلی درجه فارغ شو په همدی کال د کانکور په ازموینه کی د لوړو نمرو په درلودلو سره د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په برخه کی د دری ژبی پوهنځی ته شامل شو .
شهید بشیر ریان می له هغه وخته پیژانده چی زمونږ سره په ښوونځی کی وواو ده او د تره زوی یی محمدالله احساس د( احساس )په نامه جریده خپروله
الله پاک ورته ښکلی نورانی څیره او ستر علمی فراصت ورکړی وو او له دی سره سره د ډیرو لوړو او سنګینه اخلاقو خاوند وو همدا لامل وو چی د ښوونځی اداری د شهید بشیرجان اخلاقو ته په کتو سره په بیا بیا هغه ته ستاینلیکونه او تحسین پاڼی ورکړی چی دده د ښو او سنګینه اخلاقو نمایندګی یی کوله
شهید ریان ته خدای ج ډیر عجیب نیک خویونه ورکړی وه او د خلکو په منځ کی محبوب القلوب انسان ووهمیشه به له خلکو سره په ورین تندی مخامخ کیده حلم ،عاجزی ،تقوی او دینداری یی ځانګړی صفتونه وو.
شهید ریان لا د ټیټو ټولګیو زده کوونکی وو چی د خپل خدای ورکړی استعداد څخه په ګټه اخستلو یی د علمی اثارو په لیکلو او ژباړلو لاس پوری کړ او تر لسو ډیر علمی اثار یی له نورو ژبو څخه راوژباړل
ارواښاد له ادب سره د بی کچی مینی ددرلودلو له کبله ددری ادبیاتو پوهنځی ته شامل شو د خپلی ټولګی له ممتازو زده کوونکو څخه وو د ځوانیمرګ د پوهنتون وروستی ورځی او شپی وی او په داسی حال کی چی د وروستی ازموینی د ورکړی لپاره د ازموینی په صحنه کی ناست وو د حکومتی ځواکونو له خوا یوړل شو او تر دری میاشتو یی نه له ملګرو او نه هم له خپلی کورنی سره کومه رابطه وشوه هماغه وو چی تیره ورځ یی جسد د سپین بولدک ولسوالی سره د یوه غره په لمن کی پیدا شو
نه پوهیږم د ملی امنیت کرغیړنه اداره به د ځوانیمرګ بشیر د قتل لپاره څه دلیل توجیه کوی بی له دی چی نوموړی د ټینګ ایمان خاوند مسلمان وو او له یوی متدینی کورنی سره یی اړیکی درلودی بل کوم جرم یی نه وو کړی
مونږ دعا کوو چی الله ج شهید بشیر جان په لوړو مقامونو ونازوی کورنی ته یی جمیل صبر
دښمنان یی رسوا او شرمنده غواړو .