د شهيد بشير احمد ريان په ياد «نظم»

مشفق حريت مل
نن مې سر راباندې ګرځي قرار نه يم
نن مې څو ځلې يو احساس د زلزلې وکړلو
نن مې په فکر کې يوازې يو تصوير ګرځېده
نن مې وسترګو ته يوازې يو زلمی ولاړ و
نن مې بيخي په طبيعت د اندېښنو باران و
نن مې ولا له غمه سترګو کې اوبه ډنډ شولې
ــــــــــــــــــــــ
نن راته خوند راته مزه راته رنګونه هيڅ وو
نن راته غږ نن ترنم او نن شعرونه هيڅ وو
نن مې له ډېره غمه خپل ځان ته زړه وخوږيده
چې مونږه څومره مظلومان او معصومان خلک يو
چې نه سپين ږيری نه سپين سرې او نه ځوان خوندي دی
نه مو محصل نه متعلم او نه پوهان خوندي دی
نه راته څوک د انسانيت او بشريت نظر کا
نه مو جومات نه مو محراب نه مو اذان خوندي دی
ــــــــــــــــــــ
ورک يې کړه دا د اندېښنو او د غمو زندګي
مونږ يې کړو مړه خپله يې کړله د مزو زندګي
که وکړم غږ ددې نظام مخالفت کې نو زه
شم تروريست شم ترهګر شمه ياغي او خاين
خو دوی ته زما ژوند هيڅ قيمت او هيڅ ارزښت نه لري
دوی بس هغه کوي چې څه يې وي خپل زړه منلي
نه مې ګناه او نه مې جرم نه خطا معلومه
ژړا ژړا مې ده نصيب نه مې خندا معلومه
ــــــــــــــــــــــــــــ
زما محصل، زما ليکوال، زما دلبر ريانه
کړه شهادت دې خدای قبول د زړګي سر ريانه
نه مې په ژوند درسره چيرته يو خندا کړې وه
نه مې له تاسره د ستا په غم ژړا کړې وه
خو بس دا نن ستا ټول غمونه زما په سر انبار دي
خو بس دا نن مې هيڅ شيبه له ياده نه وځې ته
او ستا ارمان ارمان ژوندون به مې هيڅ نه هيريږي
شه مبارک دې شهادت وا بختور ريانه
زما محصل زما ليکوال زما دلبر ريانه
مشفق حريت مل