د شهيد بشيراحـــمد ريان په ياد

ښکاری ګل دپســــــرلی په ټټرپروت ده
که شهید ټپي ټـــــــپي په ټټرپروت ده

بیادکوم معصوم له وینونه بوی خــــــــیږی
که نسیم دســــــــهارګی په ټټرپروت ده

په ایروکی ســـــــورلال ایښی دی پړکیږی
که ریان زخمی زخــــــمی په ټټرپروت ده

رنګ ښـکاریږی سل احساسه راژوندی شول
ځوانی مرګ چی دمرګـــی په ټټرپروت ده

له یوه څاڅکی به سل څاڅـــــــکی جوړیږی
مړخونه دی دژونــــــــدی په ټټرپروت ده

ستادهـــــــجراوفــــــراق سختو شیبو کی
یوغـــــزل دحسیــــــــنی په ټټرپروت ده

عزیز الله حسینی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button