څلوریزې/ شهید شفیق

مادیت د غرب لاهو کړو تباه کیږو
زمونږ روح ته یو غیبي غوندې امداد را
معنوي اساس مو ټینګ په خپل قدرت کړه
د منزل په لوري بیا منډی د باد را
***
اینه چې د جهان د نندارو شي
دا یو موټی دردمند زړه مې جام د جم را
د توحید لمبې مې سرې لره سینه کې
د بوتانو نه خالي د زړه حرم را
***
سرو لمبو کې سمندر غوندې ارام را
په خپل سلا مونږ له د خپل فکر زمام را
چې وږمه د حرکت او ژوند پکې وي
د سر د باد په خوله هغه پيغام را
***
زړه د درد د ملغلرو خزینه را
د هدف بام ته د لوړ همت زینه را
ورانه مېنه مې په مینه ښایسته کړه
د پاک عشق په سرو لمبو سوې سینه را
***
په ځیګر د درد او مینې سوی داغ را
سینه ټوله د معنی د ګلو باغ را
دې تیاره سفر کې لار را نه ورکیږي
ته په لاس د محبت ښکلی چراغ را
***
یو مواجه طبیعت لکه دریاب را
د پارې غوندې ټوپونه اضطراب را
بېنوا سره باران په ګرېوان وکړم
هسې نرم، اوبه زړه لکه سحاب را

شاعر: شهید موسی شفیق

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button