د روژې مبارکه میاشت له سنتي طب سره

 

عزم(چهارشنبه، وري نهمه،۱۴۰۲): ۶- له روژه ماتي سره سمې اوبه پر سر مه اړوئ
څو ساعته نیولې روژه مو په یخو اوبو مه ماتوئ؛ ځکه په یخو اوبو د روژې ماتول په لوړه کچه د انسان دفاعي او هضمي سیستم ته تاوان رسوي.
۷- اوبه لږې لږې او غوړپ غوړپ وڅښئ
بیا هم سپارښتنه کوو چې روژه ماتی په یخو اوبو مه کوئ. البته ښه ده چې د خوراک په منځ منځ کې لږې لږې اوبه وڅښئ.
۸- روژه ماتی او پیشلمی مو پر وخت وکړئ
داسې مه کوئ چې یوه ورځ روژه له اذان سره سمه ماته کړئ او بله ورځ بیا ماخوستن ډوډۍ وخورئ. پيلشمي کې هم داسې کار مه کوئ. معده مو له وختونو سره عیاره کړئ.
۹- ترخو، ترشو او سرو کړو خوړو ته پر دسترخان ځای مه ورکوئ
ډېر ترخه، تروش او سره کړي خواړه له روژې پرته هم مناسب نه دي. خو په روژه کې ورسره احتیاط وکړئ. د دې شیانو پرځای تازه مېوې او سابه وخورئ. دلته یوه بله خبره هم کیږي. کوښښ وکړئ چې له سپکو خوړو روژه ماتی پیل کړئ. که ثقیل خواړه خورئ نو وروسته وخت ورکړئ.
۱۰- سپک تکړښت(ورزش) ته مخه کړئ
په روژه کې هم تکړښت مه پرېږدئ. خو پام مو وي چې ساده تکړښت وکړئ. له وزنونو پورته کولو او نورو درنو تکړښتونو ډډه وکړئ. داسې څه مه کوئ چې خولې مو کړئ او یا مو وږي تږي کړي.
۱۱- تر سهاره مه کېنئ
ځینې خلک عادت لري چې د روژې میاشته ټوله په ویښه تېروي. دا کار په مراتبو مضر دی. خپل خوب منظم کړئ او وخت ورکړئ. یوه بله خبره د سهار له لمانځه وروسته د خوب ده. هېڅکله د سهار له لمانځه وروسته مه ویده کېږئ. ورځ مو ورځ خرابیږي او کارونه به مو کارونه نیمګړي پاتې وي.

دویمه او وروستۍ برخه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button