سعودي عربستان، محمدبن نایف ولی عهد او محمدبن سلمان دولی عهد ولی ټاکل شوی

دسعودي عربستان پاچاسلمان بن عبدالعزیز نن چهار شنبه سهار ۲۵ شاهي فرمانونه صادر کړي دي، چي له مخي یې دسعودي په پاچايي کي ژور بدلونونو راوستل شوي دي.

دسعودي پاچاسلمان په ولس غږ کړی، چي له امیر محمدبن نایف سره دولی عهد او له محمدبن سلمان سره دولی عهد دولي په توګه بیعت وکړي.

دسعودي شاهي ماڼۍ ویلي، چي امیر مقرن بن عبدالعزیز یې له ولي عهدي او دوزیرانو شورا له مرستیالي څخه دهغه په غوښتنه لري کړی دی، همداراز یې سعود الفیصل دزیاتي ناروغۍ له امله دبهرنیو چارو له وزارت څخه لري کړی دی او په ځای یې په امریکاکي دسعودي عربستان سفیر عادل الجبیر ټاکل شوی دی.

دسعودي عربستان په پاچايي کي دبدلونونو په ترڅ کي خالدالفالح دروغتیا دوزیر په توګه، عادل فقیه داقتصاد دوزیر په توګه او مفرج الحقباني دکار دوزیر په توګه ټاکل شوی دی.

شاهي ماڼۍ په خپاره کړي بیان کي دیوشمېر نورو بدلونونو يادونه هم کړې ده، چي په هغو کي حمدالسویلم دشاهي ماڼۍ درئيس په توګه ګومارل شوی دی، خالد عیسی دوزیرانو په شورا او دسیاسي او امنیتي چارو په شورا کي دغړي په توګه ټاکل شوی دی، په دې برسېره محمدالجاسر دشاهي ماڼۍ دمشاور په توګه ټاکل شوی دی.

دچارو کارپوهانو ویلي، چي دغو بدلونونو ته په کتلو سره داسي ښکاري، چي دسعودي پاچاسلمان بن عبدالعزیز غواړي ځوانان په دندو وګوماري.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button