طالبانو په بغلان کي ۱۵ پوستې او ۲ مرکزونه نیولي

په داسي حال کي چي دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دطالبانو پرمختګونه روان دي، طالبانو دبغلان ولایت دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کي ۱۵ پوستې او دوه مرکزونه نیولي دي.

طالبانو ویلي، چي نن سهار وختي یې دمرکزي بغلان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي پراخ تصفيوي عملیات پيل کړل، چي تراوسه یې ۱۵ پوستې او دوه ستر مرکزونه نیولي او دنورو پوستو دنیولو لپاره جګړه روانه ده.

دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کي دنننیو جګړو په ترڅ کي لسګونو عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ویلي، چي اوس هم په سیمه کي سخته جګړه روانه ده.

په کندز کي هم سختي جګړې رواني دي، راپورونه وايي، چي په امام صاحب ولسوالۍ کي دعسکرو په ستر مرکز له تیري ورځي راهیسي جګړه روانه ده، چي په ترڅ کي یې ۱۳ عسکر وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان شوي دي، ویل شوي، چي په سیمه کي سلګونه عسکر کلابند او دطالبانو تر بريدونو لاندي دي.

راپورونه وايي، چي دکندز دمرکز په ګډون په نورو ولسوالیو کي هم دطالبانو پرمختګونه روان دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button