اسلام اباد: له دې وروسته به اذانونه او لمونځونه په يو وخت کيږي

(۰۹ غويي ۹۴ عزم) دپاکستان د مذهبي چارو وزارت ويلي چې له دې وروسته به په پلازمينه اسلام اباد کې د (صلوة نظام ) په ترتيب اذانونه او لمونځونه کيږي. ددغه ترتيب له مخې به د اسلام اباد په ټولو جوماتونو کې اذانونه او لمونځونه په يوه وخت کيږي.
نن په اسلام اباد کې د بيت الله شريف د امام خالد الغامدي ددرناوي په غونډه کې د پاکستان د مذهبي چارو وزير سردار يوسف وويل چې د ټولو مسلکونو عالمانو ورسره په دې خبره اتفاق کړی چې په اسلام اباد کې دې په يو وخت د اذان او لمونځ د ترسره کولو ترتيب جوړ شي.نوموړي وويل چې په دغه ترتيب پیل به د مئ د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د اسلام اباد په فيصل جومات کې د جمعې د لمانځه په اداء کولو سره وشي چې په دغه لمونځ کې به د پاکستان ولسمشر ممنون حسين هم ګډون کوي.
سردار يوسف وويل که چېرته په اسلام اباد کې دغه ترتیب کامياب شو نو د پاکستان نورو ښارونو ته به يې هم وغځوي.
عبداللطيف نظيف