طالبان :که بندیانو ته ضرور ورسیږي په دفاع کې به یې له خپل ټول توان څخه کار واخلو

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې د کابل حکومت دهغې پرېکړې به اړه توند او جدي غبرګون ښکاره کړی دی چې په اعدام محکوم طالب بندیان به اعدام كړي .
طالبانو ویلي چې « که دښمن په دغه ډول جنایت لاس پورې کړي، نو اسلامي امارت به دخپل مظلوم ولس څخه د دفاع په لاره کې ټول هغه څه وکړي چې په توان کې يې وي، يوځل بیا به د دښمن په اصطلاح عدلي ارګانونه دخپل ممکنه جنایت دروند قیمت پريکړي، هغه پيژندل شوي اشخاص، یا ټولنې چې د داسې جنایاتو غوښتونکي او وړانديزکونکي دي د هغوی او دهغوی د اړوندانو په هکله به هم مجاهدین بې تفاوته پاتې نشي او نور به په کلي او جزئي ډول دنظامي اهدافو په قطار کې داخل کړل شي،»
دملي یو والي حکومت مشر اشرف غني پارلمان ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې په اعدام د محکومو کسانو قضیې باید وڅېړل شي او د قضایي ارګانونو احکام پرې تطبیق شي .
دغه راز تېره ورځ د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل ، چې نن به ولسمشر محمد اشرف غني ته د هغو طالب زندانیانو لست وسپارل شي، چې د افغانستان د محکمو له خوا په اعدام محکوم شوي دي

دکابل حکومت په داسي حال کې چې دطالبان بندیانو داعدامولو ګواښ کوي چې
شا وخوا لس ورځي وړاندي دکابل ښار په زړه کې د ملي امنیت په لسم ریاست باندي دوسلوالو طالبانو له لوري خونړی برید ترسره شو چې دملي امنیت سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته

د بندیانو داعدام په تړاو پرون دولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا هم وویل چې: ولسمشر ته په وړاندي شوي لیست کې د انس حقاني نوم نشته نوموړي زیاته کړه چې دانس حقاني دوسیه لا هم بشپړه شوې نه ده .
دطالبانو په اعلامیه کې راځي چې که څه هم دمظلومو بندیانو به دکابل حکومت ته هیڅ لاسته راوړنه نه وي بلکه تر شا به سخت عواقب ولري .

طالبانو دغه راز ویلي چې (دکابل «مزدور رژیم »به په خپل دې اقدام سره دعام ولس او مجاهدینوداحساساتو په راپارولوسره له فاریابه ترهلمنده اوله بدخشانه ترخوست پوري په ټول هیوادکې چې د اسلامي امارت په زندانونو کې د اشغالګرو هیوادونو اړونده اتباع او دمزدورې ادارې عسکر له مجاهدینو سره بندیان دي دهغوی ژوند ته به جدي خطر متوجه کړي، اسلامي امارت هميشه د بندیانو سره په عدلیه امورو کې د اسلامي اصولو مطابق له نهايي سهولت څخه کار اخیستی دي، که دښمن له بندیانو سره داسې چلند غوره کړي، لکه چې يې ویلي دي او اصلاح نشي، بیا به زموږ شرعي محاکم دشریعت له اصولوسره سم په نهايي مجازاتو باندې غور وکړي.)

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button