Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

مدنیتونه تل د اوبو په غاړو کې رامنځته شوي/ انحینیر ستانه میر زهیر

اوبه په لرغونی مدنيت ، فرهنګ او مذهب کې :
که لرغوني تاريخ ته ځير شونو دا په ډاګه څرګنديږي چې د ښارونو اباديدنه او د هغو لوړ مدنيت د دسيندونو داوبو سره نيږدې اړيکي لري د بيلګې توګه :
_ پنځه زره کاله دمخه د مصر لرغوني تمدن اولوړ فرهنګ د( نيل ) په سيند پورې اړه لري
_ څلور _ درې زره کاله د مخه د بين النهرين حيرانونکي ښارونه ، ماڼۍ ، معبدونه او د سورينپال ستر کتابتون … د ( دجلی او فرات ) د سيندونو پورې اړه لري .
_ د هند ( موهنشرو دارو ) پنځه زره کلن لرغونۍ تمدن ته که ځير شو د ( سند ) د رود سره نږدې اړيکي لري .
همدا رنګه که داوسنيو ځنو سيمو تاريخي ­_ جغرافيې ته پام وکړو نو زموږ د پورتنيو ادعاو يو ښه ثبوت دا هم دی چې د پاريس ښار د ( سن ) ، د لندن ښار د ( تمز ) او د مسکو ښار د ( مسکو) د سيند ونو په غاړو اباد شوي دي .
په ټولو اديانو کې له هغې جملې نه : د اسلام په مقدس دين ، مسيحيت ، ، يهوديت او نورو کې اوبه، د پاکونکي مادې په توګه کارول کيږي . د اسلام په مقدس دين کې مړي ته غسل ، د لمانځه له مخه اودس او په مسيحيت کې په کليسا کې د تعميد غسل د اوبو په وسيله تر سره کيږي.
د شينتو ( جاپاني مذهب ) په مذهب کې هم د عبادت په مراسمو کې د بدن او يا د عبادت د مکان پاکوالی د اوبو په وسيله تر سره کيږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button