زابل کې په لومړي ځل یوه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه
عزم(شنبه، غوایي نهمه، ۱۴۰۲): د زابل سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره دسوداګرۍ خونه پرانیستل شوې ده. د زابلي سوداګرو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت صادرات د پخوا په پرتله ډېر شي.
د زابل دسوداګرۍ خونې دپرانیستلو په مراسمو کې د زابل ځایي چارواکو او له کابل څخه تللیو د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو شمېرو چارواکو ګډون کړی وو.
د سوداګرۍ خونې رئیس محمدیونس مهمند وویل چې د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ همغږي رامنځته او ترڅنګ به یې د نړیوالو پانګوالو سره د اړیکو او تجارت دروازه هم پرانیستل شي او سوداګر به په ښه توګه تجارت ته لاسرسي پیدا کړي.
مهمند زیاته کړه، زابل یو کرنیز ولایت دی چې خپل ځانګړي محصولات لري چې د صادراتو، بازارموندنې او پروسس لپاره به یې زمینه هم برابریږي او سوداګر به خپله پانګونه کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ارزګان ولایت چارواکو ویلي وو چې په یاد ولایت کې یې د یوې سوداګرۍ خونې پرانیسته کړې ده.