آی اس آی نور جنګ درولی ، لــــــنډه کـــــــیسه

لیکوال :صابرجان

لمن یی غوړولی وه په دواړو لاسونویی چرس میده کول اوپه لمن کی یی تویول اوقمندان ته یی ورغږکړل قمندان صاحب ته باوروکړه چی طالبانو دعزم عملیات شروع کړی سخت بیریږم وایم یوه لحظه می مرګ دسترګو نه وځی زړه می غواړی چی نور داردو وظیفه پریږدم اوپه کورکښــینم

قمـــندان چی لږ هغه بل طرف ته ناست و اوپه سپی یی لاس وهه ورته یی وویل هلکه تاولی دومره مورال بایللی لږتکړه سه ته نه یی خبر چی دپاکستان ای ایس ای طالبانوته سخت اخطار ورکړی چی نوربه جنګ نه کوی نور جنګ ختم سوبیابه دطالب ټک هم ونه وینی

عسکر قمندان صاحب ته واطالب به ای ایس ای په خوله جنګ پریږدی؟

قمــــندان ههههه کم عقله چی نن موږ ته امریکایان ووایی چی نورجنګ مه کوی نو موږ یی کوو؟

عسکر نه خــو..

قمــــندان چه شی خو طالب همداسی دای ایس ای په لاس کی دی که دی بیادطالب ټک ولــیدی نومــخ می راتور کړه که رشتیاطالبان ازاد وی نو اوس دی جنګ وکړی چی ای ایس ځینی منعه کړه

قمندان لاداخبری نه وی خلاصه کړی چی درز اودرز سو

عسکر هله قمندان صاحب هغه پیکا پاته سول درینجر کیلی هم زمانه ورکه ده

قـــمندان هلکه پیکا اورینجرپریږده پښی وباسه کنه ژوندی به موګــیرکړی

نیم ساعت پس چی دواړه دستړتیاڅخه ساه نیولی وه دولایت په مرکزکی عسکر وقمندان ته خوله ورنژدی کړه قمندان صاحب تاخوویل ای ایس ای جنګ درولی اوطالب نور جنګ نه کوی ددی معلومیږی چی طالبان ازاد دی؟

قـــمندان امممممممم که تاته کوم طالب معلوم وی ماهم په خبر کړه زه هم ورتسلیمیږم

عسکر قمندان صاحب ورو غږیږه جنرال صاحب یی خــبرنه سی مادطالبانوسره خبره کړی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button