عراق، بغداد کي دامریکاسفارت ته څېرمه چاودني شوي

دعراق په پلازمینه بغداد کي په دوو هوټلونو کي دوه چاودني شوي، چي په ترڅ کي يې لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
لومړۍ چاودنه دامریکاسفارت ته مخامخ دبابل هوټل ته څېرمه وشوه او بل چاودنه دشیراتون په هوټل کي شوې ده.
دغه دوه موټر بم چاودني چي یوه يې دبابل هوټل په پارکنګ کي چي مخامخ یې امریکاسفارت موقعیت لري تیره شپه ناوخته وشوې.
په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي دچاودنو له سیمو لوګي او دارو لمبې پورته کېدلې او تر ډیره وخته په سیمه کي دډزو غږونه اوریدل کیدل.
ویل شوي، چي دغه سیمي دامنیتي ځواکونو له لوري کلابندي شوي.
دواړه چاودني په ډیرو مهمو سیمو کي شوي دي، چي دیوشمېر هیوادونو سفارتونه او مهمي ودانۍ پکي موقعیت لري او امنیت يې هم ډیر ټینګ نیول شوی وي.
عادل خپلواک