اروزګان، دچهار چینوپه سیاسنګ او کشی ناوې سیمه کي ګڼي پوستې طالبانونیولي
طالبانو نن سهار وختي دچهارچینو ولسوالۍ په سیاسنګ او کشې ناوې سیمه کي داربکیانو او پولیسو په یوشمېر پوستو پراخ تعرضي بریدونه پيل کړل، چي، په ترڅ کي يې طالبانو دعسکرو یوشمېر پوستې او قرارګاوي نیولي دي.
طالبانو ویلي، چي په جګړه کي يې ګڼ شمېر عسکر او اربکیان وژلي او نور له سیمي په تېښته بريالي شوي دي.
راپورونه وايي، چي اوس مهال دخارخوردي په سیمه کي جګړه روانه ده، طالبانو ویلي، چي په دغې سیمه کي هم عسکر او اربکیان په تېښته دي.
په ورته وخت کي طالبانو داروزګان ولایت ددهراود ولسوالۍ په لوړدیزک سیمه کي ۵ پوستې نیولي دي او دغاړو په سیمه کي يې په ۶ پوستو او دوو قرارګاوو ولکه کړې ده.
طالبانو ویلي، چي په جمبرک سیمه کي یې دوه پوستې او په تنګي سیمه کي يې یوه پوسته نیولې ده.
دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ویلي، چي په دغو جګړو کي يې دځانګړو ځواکونو دقومندان جنرال عبدالمتین کندوزي په ګډون ۱۷ عسکر وژلي او ۸ تنه نور یې ژوندي نیولي او ۹ تنه ورته تسلیم شوي دي.
تراوسه ددغو بریدونو په اړه داروزګان چارواکو څه ویلي نه دي.
عادل خپلواک