د ښار جوړونې وزارت ۶ تنه لوړ رتبه غړي  ممنوع الخروج اعلان شول

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د مليونونو ډالرو د غلا کولو په تور د ښار جوړونې وزارت دشپږو تنو لوړ رتبه مامورینو دندې وځنډولې او هغوی یې ممنوع الخروج اعلان کړل

ویل کيږي چې یاد شپږ کسان دمیلینونو ډالور په غلا تورن دي داخبره دښار جوړونې دوزارت یوه غړي رسنیوته کړې ده دغه سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته دا هم ویلي  چې د يادو کسانو ددندو دځنډولو او له هیواده بهر دنه پرېښودلو امر تېره ورځ ماسپښین له ولسمشر سره ددوی له لیدني  وروسته وشو .
دیادو شپږو کسانو نومونه احمد شاه همت، امين الله امين،  ګل رحمان زيارمل، احمد نواز بختيار، امين الله قانع، سيدامان سادات ښودل شوي دي چې په یاد وزارت کې په دلوړو منصبونو خاوندان دي

بل پلو د ولسمشرۍ له  ماڼۍ څخه خپرې شوې اعلامیې هم د يادو کسانو د فساد پخلی کړی دی اعلامیه کې داهم هم راغلي دي یاد کسان به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button