د ساختماني سکتور استازي: اسلامي امارت دې د ساختماني چارو خونه جوړ کړي

عزم (دوشنبه، ۸/۳/۱۴۰۲): د ساختماني سکتور یو شمېر استازي وایي چې اسلامي امارت دې د ساختماني چارو خونه ورته جوړ کړي.
دوی دا غوښتنه تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي سره د کتنې پر مهال وکړه او یاد سکتور یې د هېواد د پرمختګ بنسټ وباله.
د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د لا زیاتې پاملرنې په موخه یې د اسلامي امارت له ادارو سره د اړیکو ساتلو په هکله د ساختماني چارو د اطاق غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په افغانستان کې یوازې د صنعت او سوداګرۍ خونه فعالیت لري.
بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ساختماني سکتور له استازیو سره ژمنه وکړه، چې د یادې خونې د جوړولو لپاره به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ بحث وشی.
نوموړي د ساختماني چارو د سکتور له استازیو وغوښتل چې د هغو فعالو شرکتونو نوملړ چې په یاد سکتور کې د پانګونې وړتیا لري له دوی سره شریک کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button